د لاس رسي وړ اتصالات

عربي ټولنې حزب الله یو تروریستي سازمان وباله


عرب لیګ د جمعې په ورځ دا پرېکړه وکړه.
عرب لیګ د جمعې په ورځ دا پرېکړه وکړه.

عربي ټولني د لبنان د حزب الله ډله، رسما ترورستي سازمان بللی دی.

دا پریکړه د جمعې په ورځ، په قاهره کې د عربي ټولني د هېوادونو د خارجه وزیرانو په غونډه کې شوې ده.

د لبنان او عراق د بهرنیو چارو د وزیرانو نه پرته د عربي ټولني د نورو وزیرانو د جملې نه اکثرو دغه پیشنهاد تصویب کړیدی.

دغه پریکړه د شیعه ایران او د خلیج د همکارۍ د شورا د غړو هیوادونو ترمنځ چې اکثریت سنیان دي، د اړیکو خړپړتیا ښیي.

له دغې پرېکړې نژدې دوه اوونۍ مخکې، سعودي عربستان پرېکړه کړه چې د لبنان حکومت ته د څلور ملیارده ډالرو نظامي مرسته وځنډوي.

د مارچ د میاشتې په لومړیو ورځو کې د خلیج د همکارۍ شورا هم، په حزب الله باندې د ترورستي سازمان ټاپه وهلې ده.

حزب الله، چې د شیعه ګانو یوه ډله، په لبنان کې فعاله ده، دغه ډله په تېر کې له اسرایلو سره هم جګړې کړي دي.

له منځني ختیځ نه په یو بل خبر کې ویل شوي چې په فلسطین کې ​بیا د حماس تر کنترول لاندې د غزې په سیمه کې، د اسرائیلو په هوایي حمله کې، یو ۱۱ کلن هلک وژل شوی دی.

د دغه وژل شوي هلک ورور د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي، چې هغوی ویده وو چې راکټ یې په کور ولګید او بام ونړېد.

خو د اسرائیلو د پوځ بیانیه وایي چې د اسرائیلو په جنوبي برخه کې، د جمعې په ورځ د څو راکټونو د لګیدلو نه وروسته یې، د حماس د وسله والو د روزنې په څو کمپونو حملې وکړې، اسرائیلي مامورین وایي هیڅوک د راکټونو په حمله کې نه دي ژوبل شوي.

XS
SM
MD
LG