د لاس رسي وړ اتصالات

د عرب لیګ د مهلت برسیره په سوریې کې وژنې


د عرب لیګ د مهلت برسیره په سوریې کې وژنې
د عرب لیګ د مهلت برسیره په سوریې کې وژنې

په داسې حال کې چې عرب لېگ نن د جمعې د ورځې پورې د سورېې حکومت ته مهلت ورکړی ؤ چې نړېوالو څارونکو ته دي اجازه ورکړي چې په دغه هېواد کې د وضعې څارنه د نژدې نه وکړي ، دسورېې امېتي ځواکونو بېا په حمص کې تعرضي عملېات پېل کړل او د خلکو کورونه ېې ووېشتل.

د حکومت مخالف مبازرېنو ووېل چې د سورېې پوځ په حمص کې نن دجمعې په ورځ د ډېرو کورونو تلاشي واخېسته او د بشري حقوقو موسسې امرېکا غږ ته ووېل چې عسکرو نن 8 کسان ووژل.

له بلې خوا د سورېې پوځ نن ادعا وکړه چې په اصطلاح وسله وال ټرورېستانو په حمص کې نن د سورېې د هواېې ځواکونو 6 تنه پېلوټان او درې تنه افسران وژلي دي.

دتشدد دا تازه پېښې په داسې حال کې شوي چې عرب لېگ نن تر غرمې پورې د سورېې حکومت ته مهلت ورکړې ؤ .مهلت تېر شو، خو د سورېې حکومت لا تراوسه پوري په دې اړه تبصره نه ده کړې چې ایا دعرب لېگ غوښتنه مني او که نه.

عرب لېگ دسورېې غړېتوب دوه هفتې مخکې وځنډاوه چې دغه اقدام د سورېې جمهور رېس بشارالاسد ډېر په غوصه کړ. عرب لېگ د سورېې د حکومت نه غوښتلي ؤ چې په ملکي وگړو باندې دي د خپلو امنېتي ځواکونو ظلم پای ته ورسوي.

ټاکل شوې چې عرب لېگ به سبا د شنبې په ورځ په قاهره کې غونډه وکړي او د سورېې پر خلاف د بندېزونو په لگولو به غور وکړي. خو روسېې نن دجمعې په ورځ خبردارۍ ورکړ چې نوي بندېزونه به معکوسه نتیجه ورکړي. روسېه د فرانسې دهغه وړاندېز هم مخالفت کوي چې واېي ملگري ملتونه باېد دملکي وگړو د ژوند خوندي کولو په خاطر په سورېه کې د امن ېوه بی طرفه سېمه جوړه کړي. ملگري ملتونه واېې چې دسورېې پوځ دتېرو اتو مېاشتو پاڅون په دوران کې د 3500 ډېر ملکي وگړي وژلي دي.

XS
SM
MD
LG