د لاس رسي وړ اتصالات

سروې: داعش به خپلو اهدافو ته ونه رسیږي


په عربي هیوادونو کې ځوانان د عربو د پسرلي په هکله هم یو شان نظر نلري
په عربي هیوادونو کې ځوانان د عربو د پسرلي په هکله هم یو شان نظر نلري

یوه تازه سروې ښیي چې ډیر عرب ځوانان د اسلامي دولت یا داعش عقیده ردوي.
دغه سروې د اسدا په نامه ټولنې کړیدي او پکې ښودل شویده چې ۷۷ په سلو کې ځوانان په سیمه کې د داعش د حضور د زیاتیدو په هکله اندیښنه لري.

دغه ځوانان چې عمرونه یې د اتلسو او څلورویشتو کالونو په منځ کې دي، پنځوس په سلو کې یې خپله اندیښنه جدي ښودلې او پدې باور دي چې د داعش ډله به د خپل دولت په جوړیدو بریالۍ نشي.

په سروې کې څرګنده شوې چې بې روزګاري او ځوانانو ته فرصت نه ورکول د دې اصلي عوامل دي چې ځوانان د داعش د ډلې سره یو ځای شویدي.

پنځه کاله وړاندې د عربو د پسرلي په نامه د ځوانانو پاڅونونو د منځني ختیځ په هیوادونو کې ستر بدلونونه راوستل خو پدې سروې کې اکثره ځوانانو ویلي دي چې د دیموکراسۍ نه امنیت او ثبات بهتر دی.

یوازې شپږ دیرش په سلو کې ځوانان پدې باور دي چې په عربي هیوادونو کې وضعیت د پاڅونونو نه وروسته ښه شویدی پداسې حال کې په 2012 کال کې دوه اویا په سلو کې ځوانانو دغه شان نظر درلود.

مصر یوازینی هیواد دی چې ځوانانو پدغه سروې کې ویلي دي چې د هغوي ژوند د عربو د پسرلي د پاڅون نه وروسته ښه شویدی.
د ایران او د نړۍ د سترو قدرت لرونکو هیوادونو تر منځ د اتومي موافقې په هکله هم ځوانان بیلا بیل نظرونه لري. ځوانانو همدارنګه په سروې کې غوښتلي دي چې د سیمې په هیوادونو کې دې، شخصي آزادي، بشري حقونه او په ځانګړې ډول د میرمنو حقونه بهتره شي.

ځوانانو همدارنګه ویلي دي متحده ایالات، سعودي عربستان او عربي متحده امارات په سیمه کې تر ټولو مهم او لوړې سویې متحدین دي.

د اسدا بورنمارس ټیلر ادارې دغه سروې د هغو مرکو پر اساس چمتو کړې چې هغوي د درې زره او پنځه سوه ځوانانو سره مخامخ کړیدي. په سروې کې د سوریې پرته په شپاړلسو عربي هیوادونو کې د ځوانانو نظرونه اخیستل شویدي.

په سروې کې ځوانو هلکانو او ته په مساوي شکل د ګډون فرصت ورکړل شوی و.

XS
SM
MD
LG