د لاس رسي وړ اتصالات

لویې څارنوالۍ د حبیب الله احمدزي د نیولو امر کړی


د افغانستان د لوی څارنوالۍ دفتر په امنیتي چارو کې د ولسمشر غني د پخواني سلاکار حبیب الله احمدزي د نیولو امر کړی.

په امنیتي چارو کې د ولسمشر غني پخواني سلاکار حبیب الله احمدزي تور لگولی و چې په ارگ کې ښځو ته د اخلاقي فساد په بدل کې لوړې دندې ورکول کیږي. احمدزي دا هم ویلي و چې د خپلو ادعاو ثابتولو لپاره اسناد او شواهد لري.

ارگ د احمدزي د دغو تورونو په ځواب کې د هغه نه شواهد غوښتې و خو احمدزي تر اوسه پورې هیڅ ډول شواهد ندی شریک کړي.

د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وویل چې د لوی څارنوالۍ دفتر د احمدزي د نیولو حکم کړیدی او د هغه نه غوښتي دي چې شواهد ورته ورکړي.

احمدزي تر اوسه پورې پدی اړه تبصره نده کړې.

که څه هم تر دې مخکې د افغان حکومت په یو شمېر نورو ادارو کې د اخلاقي فساد په اړه راپورونه ورکړل شوي، خو دا لومړی ځل دی چې پر ارګ د اخلاقي فساد ادعا کېږي.

XS
SM
MD
LG