د لاس رسي وړ اتصالات

ارجنټاین د فوټبال نړیوال جام کوارټر فاینل ته ووت


په قطر کې د فوټبال نړیوال جام سیالیو په لړ کې شنبه نومبر ۳ (لیندۍ۱۲) ارجنټاین اسټرالیا ته ۲-۱ ماتې ورکړه او پدې سره یې د روانو سیالیو د اتو لوبډلو پړاو یا کوارټر فاینل ته لار پیدا کړله.

د ارجنټاین لپاره لومړی ګول د دې لوبډلې اتل لوبغاړي لیونال میسي د لوبې په ۳۵ مې او بل لوبغاړي الوارز په ۵۷ مې دقیقې کې ګول وواهه.

دا په روانو سیالیو کې د لیونال میسي دریم ګول و.

هغه تر دې دمه په ټولو نړیوالو جامونو کې چې د ارجنټاین لپاره یې لوبې کړي، نهه ګولونه وهلي چې پدې سره د دې لوبډلې د پخواني اتل لوبغاړي ډیاګو مارادونا څخه هم یو ګول مخکې شو.

ټاکل شوې چې په کوارټر فاینل کې به ارجنټاین د هالنډ سره مخ شي چې د شنبې ورځې په لوبې کې یې امریکا ته ۳-۱ ماتې ورکړه.

د یکشنبې په ورځ د شپاړلسو لوبډلو په پړاو کې چې په ګټلو سره یې لوبډله کوارټر فاینل او بایلونکې د سیالیو څخه اوځي، فرانسه د پولنډ او انګلستان د سنیګال سره سیالي کوي.

XS
SM
MD
LG