د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په ارکنزاس کې سیلابونو ډیر خلک وژلي


ژغورونکي د امریکا د ارکنزاس په ایالت کې د سیلاونو هغو قربانیانو پسې گرځي چې د سیمې په ملي پارک کې راغونډ شوي وو.

ویل کیږي تر اوسه پورې اتلس کسان مړه شوي دي خو دقیق شمیر یې لا تر اوسه پورې نه دی څرگند شوی.

دیکشنبې په ورځ د لټولو هڅې بیا پیل شوې. مخکې د شپې لخوا دغه کار د ځمکې د سختو شرایط په سبب ځنډول شوی ؤ.

د جمعې په ورځ د سخت باران نه وروسته په دغه ایالات کې سېلاب راغی او د مسسیسپی او کاډو د سیندونو اوبه په مورگو باندې واوښتلې. د سیمې ډیر کورونه یې لاندې کړل.

جمهور رئیس اوباما پرون دارکنسا د والي سره په تلیفون خبرې وکړې او د وژل شوو خلکو د کورنیو سره یې خپله همدردي څرگنده کړه.

د ډېرو خلکو موټر هم په سیلاب کې لاهو شوي دي.

XS
SM
MD
LG