د لاس رسي وړ اتصالات

هند له پاکستان او چین سره احتمالي جنګ ته تیاری نیسي


د هند د پوځ لوی درستیز د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې هیواد یې باید احتمالاً په یو وخت کې په دوو جبهو کې د پاکستان او چین سره په جلا جلا توگه جگړو ته تیار اوسي.

د هند د پوځ لوی درستیز جنرال بیپین روات ویلي دي چې چین ښایي د هند د خاورې د "کمولو" هڅو ته دوام ورکړي لکه څنگه چې بیجینگ دغه کار په دې وروستیو کې په هیمالیا کې وکړ.

ښاغلي روات ویلي دي چې د بهتان د دوکلام په لوړو کې د شخړې په څیر پیښې کیدای شي د هند په شمالي پولې کې د اوږدمهاله شخړو سبب شي.

جنرال روات خبرداری ورکړ چې که داسې وشي نو ممکن پاکستان به دا فرصت ترلاسه کړي چې د لویدیځ لورې پر هند برید وکړي نو په همدې دلیل "مونږ باید په شمالي او لویدیځه پوله د شخړو د رامنځ ته کیدو لپاره تیار اوسو".

جنرال روات وویل د هند د اوږدمهاله دښمن یعنی پاکستان سره د روغې جوړې څرک نه بریښي ځکه د پاکستان پوځ، سیاستوال او ولس په دې باور دي چې هند غواړي د هغوی خاوره ټوټه ټوټه کړي.

٧٠ کاله دمخه د بریتانیې نه د آزادۍ د ترلاسه کولو راپدیخوا هند او پاکستان سره درې ځلې جگړې کړې دي. هند او چین هم سره یو ځل په جگړه کې ښکیل شوي دي.

درې واړه هیوادونه هند، چین او پاکستان په اټومي وسلو سمبال دي، خو ښاغلي روات ټینگار وکړ چې ددغو دوو هیوادونو سره جگړه ضرور نه ده چې یو اټومي جنگ اوسي.

د هند د لوی درستیز په وینا "اټومي وسلې، مخنیوی کوونکي وسلې دي" خو دا نظریه چې اټومي وسلې دې د دواړو هیوادونو ترمنځ د جگړې مخنیوی وکړي، دا نظریه د هند او د دوو هیوادونو چین او پاکستان په هکله ښایي حقیقت ونه لري.

ښاغلي روات دغه څرگندونې په نوي ډهلې کې د ځمکنۍ جگړې د مطالعاتو په څیړنیز مرکز کې وکړې.

XS
SM
MD
LG