د لاس رسي وړ اتصالات

۲۱۳ افغان ماشومان په بیلابیلو تورونو او جرمونو بندیان دی


دافغانستان د عدلیې د وزارت د شمیرنو له مخې په اته سوو بندي ماشومانو په ډله کې ۸۲ انجونې هم شاملې دي.

د افغانستان عدلیه وزارت وايي، چې اوسمهال په دغه هیواد کې ۸۰۰ ماشومان د قانون څخه د سرغړونو په تورونو د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې ورځې شپې سبا کوي.

د عدلیې د وزارت د شمیرنو له مخې د دغو اته سوو ماشومانو په ډله کې ۸۲ انجونې هم شاملې دي.

د عدلیې وزارت ویاند محمد امان ریاضت امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې کوم ماشومان چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې ورځې شپې تیروي یا مظنون یا تورن یا هم د قانوني سرغړونو له امله په بند محکوم شوي دي.

د محمد امان ریاضت د وینا له مخې په دغو بندي ماشومانو کې ډیر یې د کورني او بهرني امنیت په تورونو او جرمونو او سرغړونو محکوم شوي دي.

ښاغلي ریاضت وویل " ډیر یې د کورني او بهرني امنیت په تورونو او جرمونو چې شمیر یې ۲۱۳ تنو ته رسیږي بندیان دي ".

هغه وویل چې په دوییمه کتګورۍ کې ۱۶۲ تنه شامل دي، چې په غلاو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.

د دې شمیر سربیره ۱۱۱ نور ماشومان هم په دغو مرکزونو کې د قتل په جرم بندیان دي.

په دغو بندي ماشومانو کې د سړي تښتونې، نشه یې توکو قاچاق ، زنا، لواطت او ترافیکي پیښو کې په لاس لرلو هم بندیان شامل دي.

د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، دغو ماشومانو ته یې د لیک زده کړې د امکاناتو ترڅنګ د کسب د زده کړې کورسونه هم په دغو مرکزونو کې پرانیستي دي.

د افغانستان د قوانینو له مخې هغه ماشومان چې له ۱۸ کالو ښکته عمر لري او کوم جرم ترسره کړي، د محکمې پر وخت او د محکمې د بهیر وروسته په بند د محکومیدلو په صورت کې دغو مرکزونو کې ساتل کیږي.

XS
SM
MD
LG