د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار ولایت په پی آر ټي کې درنه چاودنه شوې


Rossiya Tashqi ishlar vaziri Sergey Lavrov Suriya muxolifatchilari bilan. Moskva, 11-mart
Rossiya Tashqi ishlar vaziri Sergey Lavrov Suriya muxolifatchilari bilan. Moskva, 11-mart

د کندهار ولایت د ولایتی بیارغونی ټیم د موټرو په تم ځای کی نن د غرمی مخکی یو درنه موټر بم چاودنه وشوه چی د چاودنی له امله مرګ ژوبله نده رامنځ ته شوی خو مالی زیان یی ډیر زیات ښودل شوی دی.

د کندهار ولایت د مطبوعاتی دفتر په وینا چاودنه چی په یوه عراده کرولا موټر کی رامنځ ته شوی ۱۱ عرادی موټر ۵۰ عرادی موټر سایکل او ۲۰ عرادی بایسکلونه کاملا سوی او له منځه تللی دی.

د ولایتي بیا روغونې اداره پی ارټی چې مشری ېې پوځ په غاړه لری، په ملکی ساحه کی د ابادئ او پراختېا کارونه سر ته رسوی.

په کندهار کی د طالبانو په خلاف دامرېکا ترمشرئ لاندی دپلان شوو عملېاتو نه مخکی طالبانو هم دحکومتی او خارجی قواو پر خلاف خپلی حملی په دې وختونو کی زیاتی کړی دي.

د یو بل خبر له مخی د کندهار ولایت په پنجوایی ولسوالی کی د سرک د غاړی د یوی بمی چاودنی له امله د ملی اردو یو سر تیری وژل شوی دی .

د ملی اردو د سرتیری د وژل کیدو خبر د افغانستان د ملی دفاع وزارت له خوا تایید شوی دی .

XS
SM
MD
LG