د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغانستان د سولې له جرګی ملاتړ اعلان کړ


د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د سولی د مشورتی جرګی د جوړیدلو نه یو ځل بیا ملاتړ څرګند کړی دی .

ټاکل شوې د چهارشنبې په ورځ به د افغانستان د بیلابیلو سیمو د نږدی ۱۶۰۰ استازو په ګډون دغه جرگه په کابل کې جوړه شي.

په کابل کی د امریکا د سفارت په یو بیان کی ویلی چی د امریکا متحده ایالات یو ځل بیا د افغانانو په مشری د پخلاینی او په ټولنه کی د هغو مخالفو وسلوالو د بیا میشته کیدلو د هڅو نه ملاتړ کوی چې ددی بیان له مخی د القایده د ډلی سره خپلی اړیکی پریکوی او د افغانستان اساسی قانون ته غاړه ږدی.

د امریکا د سفارت پدی بیان کی د سولی په مسله باندی د افغانانو ترمنځ په جرګه کی د خبرو د بریالیتوب هیله هم څرګنده شوی ده.

د افغانستان حکومت لا دمخه ویلی چی د سولی د ملی مشورتی جرګی د جوړیدلو او ددغی جرګی د پریکړو نه د نړیوالی ټولنی ملاتړ له ځان سره لری.

د افغانستان حکومت وایی چی د سولی ملی مشورتی جرګی د جوړیدلو لپاره ټولی تیاری بشپړی شوی دی او په پام کی دی چی دا جرګه به د چهارشنبی په ورځ په کابل کی د جمهور ریس کرزی په وینا خپلی دری ورځینی غونډی پیل کړی.

د افغانستان د جمهوری ریاست نطاق وحید عمر د سی شنبی په ورځ په کابل کی د سولی ملی مشورتی جرګی لپاره د تیاریو په باب خبریالانو ته د معلوماتو په وخت وویل چی ددغی جرګی د ښځینه غړو شمیر ۲۱ فیصدو ته رسیدلی دی.

"سبا ته به د افغانستان ولسمشر رسمآ ددی جرګی افتتاح کوی او دا جرګه به د دریو ورځو لپاره دوام کوی او د جمعی په ورځ په مازیګر به د جرګی غونډی پای ته ورسیږی". وحید عمر د جمهور ریس کرزی له خوا د سولی ملی مشورتی جرګی د ریاست لپاره د افغانستان د پخوانی جمهور ریس استاد برهان الدین ربانی د غوره کیدلو د پریکړی په باب وویل چی د جرګی ریس به پخپله د جرګی استازی ټاکی نه جمهور ریس.

"ولسمشر دا خپله وۍیفه نه بولی چی د جرګی مشر وټاکی یعنی د افغانستان ولسمشر پدی کی ستونزه نلری چی محترم استاد ربانی د جرګی مشر کیږی په ټول احترام سره دده شخصیت او اغیزمنتوب ته سره خو بیا هم به پدی هکله پریکړه دپخپله د رګی غړی کوی". وحید عمر د طالبانو د یو پخوانی چارواکی مولوی وکیل احمد متوکل د هغو څرګندونو په باب چی هغه وطن ته د راستنیدونکو طالبانو لپاره د سیاسی مصونیت د امکاناتو د برابرولو غوښتنه کړې ده، وویل چی پدی مسله او دې ته ورته مسلو به د جرګی غړی خبری کوی او ورته به د حل لاری لټوی.

د جمهوری ریاست نطاق پدغه خبری کنفرانس کی د حکومت او ولسی جرګی ترمنځ د راپیښ شوی جنجال د هواری په باب هم خبری وکړلی او ویې ویل چی د جمهور ریس له خوا د دوشنبی په ورځ د اساسی قانون پر تطبیق باندی د څارنی د کمیسون شپږ غړی معرفی کړی او هیله ده چی ولسی جرګه به پدی هکله خپل کار ته دوام ورکړی.

وحید عمر وویل چی جمهور ریس به د سولی ملی مشورتی جرګی د پای ته رسیدلو سره سم د ولسی جرګی دوه نوری غوښتنی هم پوره کړی. ولسی جرګی غړی د نږدی دوه هفتو راپدی خوا د جمهور ریس کرزی له خوا دغی جرګی ته د کابینی د پاتی ۱۱ وزیرانو اود اساسی قانون پر تطبیق د څارنی د کمیسون د غړو د معرفی کولو په مسلو او د ولسی جرګی د غړو پوهتنوته د اضطراری حالاتو د کمیټی ریس د نه حاضریدلو له امله د چوپتیا اعتصاب کړی دی.

د اضطراری حالاتو د کمیټی ریاست د جمهور ریس دوهم مرستیال محمد کریم خلیلی په غاړه لری حکومت پدی باور دی چی د اساسی قانون د غوښتنو له مخی پارلمان د جمهور ریس دوهم مرستیال د پوهتنو لپاره ولسی جرګی ته نشی غوښتلی خو ولسی جرګی غړی وایی چی دوی خلیلی د اضطراری حالاتو د کمیټی د ریس په حیث دغی جرګی ته ورغواړی او که هغه پارلمان ته ورتلل نه غواړی نو ددی کمیټی د ریاست نه دی استفا وکړی.

د افغانستان د جمهوری ریاست نطاق په خپل دغه خبری کنفرانس کی په کابل کی د دوه غیرخکومتی موسسو له خوا عیسویت ته د افغانانو د اړولو د تورونو په باب هم خبری وکړلی وویل چی جمهور ریس پخپله دا مسله له نږدی څاری او ډیر ژر به پدی باب د حکومت د اقداماتو نه خلک خبر کړی.

XS
SM
MD
LG