د چین د ین بیه نن ددوشنی په ورځ په تیرو پنځو کلونو کی ډیره جگه وه ځکه چی پیکنگ اعلان وکړ چی دخپل پولی واحد ین بیه یی په بازار کی انعطاف ولری.
د یو ین بیه تقریبا 6.8 ډالرو ته پورته شوی وه. ددغه پولیی واحد په بیه باندی نیم فیصد محدودیت لگول شویدی.
ددی په مقابل کی د ونډو په مهمو بازارونو کی په اسیا ، اوروپا او امریکا کی ډیره گټه وشوه .
د خامو تیلو او مسو قیمت هم په دی سبب پورته شو چی پانگه لگوونکیو په دی باندی زړه وتاړه چی د چینایی ین په جگیدو سره به د یوشمیر مالونو واردول زیات شی.