د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: روسیې جاسوسانو ته په لکونو ډالر ورکړي


د امریکا لوی څارنوالی اریک هولډر وايي چې د روسیې هغو جاسوسانو ته چې د امریکا نه وویستل شول، د ماسکو لخوا د جاسوسانو د تبادلې د معاملې په حیث په لکونو ډالره ورکړ شوي دي.

هولډر د سي بي اس تلویزیوني شبکې سره په خپلو خبرو کې ویلي دي چې دغه لس تنه جاسوسان د روسیې لپاره د استخباراتي معلوماتو د ترلاسه کولولو لپاره ډیر مهم وو. خودوی ماسکو ته څه خاص معلومات نه دي ورکړي.

د امریکا متحده ایالاتو دغه روسي جاسوسان تیره میاشت نیولي وو او دوی د هغو څلورو کسانو د خلاصولو په بدل خوشې کړل چې لویدیز ته د جاسوۍ په توربندیان شوي وو. دغه جاسوسان د ویانا په هوايي ډگر کې تبادله شول.

د امریکا لوی څارنوال وايي د اوباما اداره دغه تبادله یو ښه فرصت گڼی چې هغه څلور کسان تر لاسه کړي چې د امریکا او بریتانیا لپاره مهم دي.

XS
SM
MD
LG