د لاس رسي وړ اتصالات

عراق کې غبرگو ځانمرگه حملو ۴٦ تنه ووژل


عراقي چارواکي وايي دوو ځانمرگي برید کونکو په دوو جلا حملو کې چې د القاعده ضد ملیشو پرضد وکړې، ۴٦ کسان مړه کړل.

چارواکو ویلي دي یوه ځانمرگي برید کونکي د عراق د زمنو په نامه د یوه سني ملیشې ډلې په دفتر کې چې د بغداد په جنوب لویدیز کې په رضوانیه کې موقعیت لري، ځان والوځاؤ. په دې برید کې ۴٣ کسان ووژل شول او ۴٠ نور ټپیان شول.

پولیسو ویلي دي چې دوهم بریدکونکي د قیم په ښار کې د سوریې د پولی سره نژدې، د سني ملیشې ډلې د رییس په غونډه کې دری کسان ووژل.

ددغو حملو مسئولیت چا تر اوسه نه دی منلی.

د مارچ د میاشتې د پارلماني انتخاباتو نه وروسته چې څرگند نتایج یې نه درلود، په عراق کې تشدد زور موندلی دی. امنیتي مامورین د دغو حملو پړه په القاعده اچوي. په ملک کې سیاسي غیریقیني حالت ددې سبب شوی دی چې د جگړه مارو په حملو کی زیاتوالی راشي.

XS
SM
MD
LG