د لاس رسي وړ اتصالات

انډیپنډنت: افغانستان کې د سولې یو تصویر


انډیپنډنت: افغانستان کې د سولې یو تصویر
انډیپنډنت: افغانستان کې د سولې یو تصویر

د نادعلي د ولسوالۍ امنیتي حالات ښه شوي خو پوښتنه دا ده چې ایا دغه وضعیت به دوام وکړي او که نه؟ په دې هکله د انډیپینډینت ورځپاڼې مطلب خپور کړی دی.

د انډیپندینټ ورځپانه لیکي، نادعلی ولسوالي چې یو وخت پکې د بریتانویانو خلاف ډیر بریدونه کیدل، فکر کیږی چی اوس خوندي ده او افغان امنیتي ځواکونو ته د دغې ولسوالۍ امنیتي مسولیتونه سپارل کیدای شي.

خو دی انډیپنډینټ ورځپانه وایي چې که چیرې د نادعلي د ولسوالی - چی د هلمند په ولایت کي ستراتیژیک او مرکزي موقعیت لري - امنیتي وضعیت خراب شي نو دغه به ډیر بد عواقب له ځانه سره راوړي.

ورځپانه وایي چې بریتانوي چارواکي تاکید کوي چې په ناد علي کې امنیتی وضعیت بیخي تغیر خوړلی. ۱۸ میاشتی مخکی به یاغیانو په سیمې کې د بریتانویانو په مرکز بریدونه کول. ان دا چې بریتانویانو به د دغې اډې د عمومي دروازې په ۳۰۰ متري کې د یاغیانو سره ډزې تبادله کولې.

ورځپانه زیاتوي چې وضعیت دومره خراب وه چې د شپې په سیمې کې د یاغیانو حکومت چلیدی.

خو دی انډیپنډینت ورځپاڼې په افغانستان کې د پرتو بریتانیایي ځواکونو د یوه صاحب منصب ډکرمن اولیور لیی له خولې وایي چې په تیرو ۳ میاشتو کې وضعیت تغیر خوړلی او په دغې مودې کې په دوی باندې داسې کوم غټ برید نه دی شوی.

دغه صاحب منصب ورځپانې ته ویلي دي چې اوس په سیمې کې د حکومتدارﺉ یو سیستم رامنځ ته شوی او افغان پولیس په ښه توګه خپل کارونه مخې ته بیایي.

خو د انډیپنډینټ ورځپانه دا هم وایي چې د چاریی انجیر په ښارګوټي کې، چې د بریتانویانو اډې ته نږدې دی، خلک وایي چې طالبان لا نه دي ورک شوي. ورځپانه بیا د هغه کس چې خپل زوی یې د سیمې مکتب ته راوستی له قوله وایي چې طالبان اوس دومره په ځان باوري نه دي لکه څنګه چې پخوا وو.

یادې شوې ورځپانې ددغه ځایي کس له قوله دا هم زیاته کړې چې هغه څوک به احمق وي چې فکر کوي دوی به تښتیدلي وي. هغه زیاته کړې چې که چیرې ۳۰ کیلومتره شمال لوري ته ولاړ شي نو تاسو به دوی د وسلو سره ووینی.

ورځپانه وایي چې دغه شخص دا هم ورته ویلي دي چې دا خبره هم سمه ده چې اوس سیمه خوندي ده.

هغه ویلي دي چې پخوا به یې ددې نه وېره درلوده چې که د طالبانو مخالفت وکړي و به یې ووژني. خو اوس هغه فکر کوي چې خوندي دی. دغه کس دا هم ویلي دي چې ان فکر کوي چې اوس پولیس دومره بدچلند نه کوي لکه مخکې یې چې کاوه. هغه زیاته کړې چې پولیس اوس د لږ رشوت غوښتنه کوي.

د انډیپنډینټ ورځپانه د بریتانیا د پوځ د دوهم کنډک جګتورن رام کمار په هکله وایي چې هغه په ډیر احتیاط سره د انتقال د پروسې په هکله خبرې کوي.

هغه وایي چې اوس خو کراري ده او وضعیت هم ورځ تر بلې ښه کیږي، خو په افغانستان کې باید څوک ډیر زړه ور وي چې د راتلونکي په هکله پیشبیني وکړي.

XS
SM
MD
LG