د لاس رسي وړ اتصالات

'د بشارالاسد رژیم ړنګېدو ته نږدې شوی'


'د بشارالاسد رژیم ړنګېدو ته نږدې شوی'
'د بشارالاسد رژیم ړنګېدو ته نږدې شوی'

امریکایي چارواکي وایي په سوریې کې د بشار الاسد رژیم پای ته رسیدو ته نږدې شویدی او دا چې پدغه هیواد باندې د امریکا او نړیوالې ټولنې لخوا لګول شوي بندیزونه نتیجه ورکوي او هم د هغه هیواد خلکو دیموکراتیکه ارمانونه د پوره کیدو په حال کې دي.

د ختیځې آسیا د هیوادونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال جیفري فیلډمن پرون د چارشنبې په ورځ د کانګریس د بهرنیو اړیکو یوې جرګه ګۍ ته وویل چې د سوریې د تیلو ذخیرې تقریباً له منځه تللې دي او په امریکا او اروپایي بانکونو کې د سوریې د حکومت شتمني کنګل شویده.
د دمشق حالت

د سوریې د بشري حقونو یوه ډله وایي چې حکومتي ځواکونو د ملک پایتخت دمشق او نورو ښارونو کې په مظاهره چیانو باندې مرګانۍ حملې کړیدي او لږ تر لږه ۱۷ تنه یې وژلي دي.

په سوریې کې د بشري حقونو د څارنې ډلې امریکا غږ ته ویلي دي چې پنځه تنه پرون د چارشنبې په ورځ د دمشق د بارزه په کلي کې هغه وخت ووژل شول چې خلکو د یوه بل مظاهره کوونکي د جنازې په مراسمو کې برخه اخیستې وه.

دغې ډلې همدارنګه ویلي دي چې یو بل تن د دوما په کلي کې د سختې شکنجې نه وروسته ووژل شو.

د بشري حقونو ادراې همدارنګه وایي چې امنیتي ځواکونو د حمس په ښارګوټي کې په خلکو ناتاره ډزې کړیدي او لږ تر لږه ۶ تنه یې وژلي دي.

د دغو وژلو دروغ او ریښتیا پدې خاطر نشي تائید کلی چې سوریه د بهرنیو هیوادونو خبریالان دیته نه پریږدي چې د هغه هیواد نه خبرونه راټول کړي.

XS
SM
MD
LG