د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: د جنرال مړینه د جګړې تریخوالی څرګندوي


 تورن جنرال هَرولد گرین
تورن جنرال هَرولد گرین

سپینې ماڼۍ د امریکایي جنرال وژل کیدل تائید کړي او ویلي یې دي چې د عراق او افغانستان په جګړه کې د امریکا د یو لوړپوړي منصبدار وژل کیدل په دې هیواد کې د ترهګرۍ پرضد مبارزې د مشکلاتو څرګندونکي دي.

د یو تازه خبر له مخې امریکایي مقاماتو د وژل شوي منصبدار نوم تورن جنرال هرولد ګرین په ګوته کړی دی.

امریکایي چارواکي وایي په قرغې کې د امریکايي تورن جنرال د وژل کیدو پیښه د افغانستان نه د عسکرو د ایستلو په پریکړې اغیزه نکوي.

پرون د سه شنبې په ورځ د افغانستان په ملي پوځي اکاډمۍ کې یو تن چې د ملي پوځ جامې یې اغوستې وې، د امریکا د پوځ یو تورن جنرال وواژه او د نړیوالو ځواکونو پنځلس تنه نور یې ټپي کړل.

په ټپیانو کې د جرمني د پوځ یو جنرال هم شامل دی. امریکایي چاراکي وایي د پیښې په اړه تحقیقات کوي خو زیاتوي چې ددغه جګپوړه افسر وژل کیدل به د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په پریکړې کومه خاصه اغیزه ونکړي.

ناټو او افغان چارواکي وایي پیښه هغه وخت رامنځته شوه چې جګپوړه امریکایي او افغان پوځي چارواکي د افغانستان د ملي پوځ اکاډمۍ ته ورغلي وو. دا اکاډمي د مارشال فهیم په ملي دفاعي پوهنتون کې پرته ده چې د پیښې په وخت پکې شدید امنیتي تدابیر نیول شوي و.

د افغانستان د ملي دفاع د وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي په یوې لنډې بیانیې کې ویلي دي چې " یوه ترویست چې د ملي پوځ جامې یې اغوستې وې، په افغان او نړیوالو ځواکونو ډزې کړيدي او ګڼ شمیر افغان پوځیان یې ټپي کړیدي.

خو دناټو یوه ویاند چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، امریکا غږ ته د پیښې په اړه داسې وویل " زه تائیدوم چې یوه پیښه د مارشال فهیم په ملي دفاعي پوهنتون کې شویده چې افغان او د آیساف ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده. "

داسې ویل کیږي چې په پیښې کې اکثره ټپیان شوي عسکر امریکایان دي، خو د جرمني د دفاع وزارت ویلي دي چې دهغوي یو برید جنرال هم په پیښې کې برسیرن ټپي شویدي. افغان ولسمشر حامد کرزي پیښه غندلې ده او وایي دا کار دافغانستان د دښمنانو کار دی ځکه هغوي نه غواړي چې افغانستان د غښتلو ادارو خاوند شي. ښاغلي کرزي په پیښې کې د وژل شویو او ټپي شویو د کورنیو غړیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړیده.

بل پلو امریکایي چارواکي وایي چې د پیښې په اړه به څیړنې کوي. دغه چارواکي وایي دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د امریکا د پوځ یو جګپوړی پوځي صاحب منصب وژل کیږي. سپینې ماڼۍ ویلي " د دې غمجنۍ پیښې نه معلومیږي چې زمونږ ځواکونه هره ورځ څومره قربانۍ ورکوي او څومره خدمات کوي."

همدرانګه د امریکا د ملي دفاع وزارت (پنټاګان) چارواکي وایي تر اوسه دا نده معلومه چې آیا دا پیښه د مخکې نه پلان شوې وه او که نه برید کوونکي د موقع نه ګټه اخیستې ده. د پنټاګان ویاند د سمندري ځواکونو تورن جنرال جان کربي وایي" دا پیښه به په افغان امنیتي ځواکونو باندې د امریکايي ځواکونو باور اواعتماد کم نکړي."

هغه وایي" هیڅ امکان نلري چې دا ډول ګواښونه دې په بشپړه توګه له منځه یوړل شي، په ځانګړي ډول په افغانستان غوندې ځای کې."

جنر ال کربي همدرانګه وویل، " زمونږ په عقیده افغان امنیتي ځواکونه هره اوونۍ د پرمختګ په حال کې دي، هغوي وکړای شو چې د یوه انتخابات نه بلکه د دوه ملي انتخاباتو امنیت په سمه توګه وساتي او هم د دښمن د ګڼ شمیر بریدونو مخه ونیسي. "

رپوټ وایي چې په پیښې کې پنځلس نړیوال ځوکونه ټپي شوي هم دي چې د ځینو روغتیایي حالات د اندیښنې وړ ښودل شویدی. افغان چارواکي همدرانګه وايي چې پخپله بریدګر هم د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شویدی.

پرون د سه شنبې په ورځ په یوې بلې پیښې کې چې د پکتیا په ولایت کې وشوه، یوه ځایي پولیس پخپلو افغان ملګرو او نړیوالو ځواکونو ډزې کړیدي چې ګڼ شمیر پرسونل یې ټپیان کړیدي.

طالبان اکثره وخت وایي چې دا ډول بریدونه هغوي کوي او غواړي دا ثابته کړي چې ګنې هغوي د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو په لیکو کې خپل کسان ځای پر ځای کړیدي خو نړیوال ځواکونه بیا وایي چې زیاتره دا پیښې د افغان امنیتي ځواکونو او نړیوالو ځواکونو تر منځ د لفظې شخړې له وجې پیښیږي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG