د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکايي جنرال برید کوونکی په تشناب کې پټ شوی و


هغه افغان عسکر چې د سه شنبې په ورځ یې د امریکا د پوځ تورن جنرال هارولډ ګرین په افغانستان کې وواژه، د برید نه وړاندې د خپل ټوپک سره یو ځای په تشناب کې پټ شوی و او په برید کې یې د هغه ټوپک څخه کار اخیتسی چې ناټو افغان امنیتي ځواکونو ته ورکړیدي.

افغان چارواکي وایي برید کوونکی رفیق الله نومیده او د افغانستان د پکتیا ولایت اوسیدونکی و.

چارواکو د اسوشیتید پرس خبري اژانس ته ویلي دي تر اوسه نده معلومه چې رفیق الله د امریکا د پوځ دغه تورن جنرال د کوم هدف په خاطر وواژه. رفیق الله شل کلن و او دوه کاله کیدل چې هغه د افغانستان په ملي پوځ کې خدمت کاوه.

په تحقیقاتو کې معلومه شویده چې د رفیق الله ملګرو د قرغې په پوځي اکاډمۍ کې د ګزمې نه تر راستنیدو وروسته، خپلې وسلې چاراکو ته سپارلې وې خو هغه بیا د خپلې وسلې سره یو ځای د اکاډمۍ په یوه تشناب کې پټ شوی و او هغه وخت یې ډزې وکړلې چې کله جګپوړي امریکایي او د ناټو جنرالان د پیښې ځای ته ننوتل.

یو امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اې پي خبري اژانس ته ویلي دي چې د تحقیقاتو له مخې داسې کومه نښه نښانه نه لیدل کیږي چې ګنې د برید هدف تورن جنرال هارولډ ګرین و.

بل پلو د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا برید د هغوي ډلې ندې کړی خو البته دغه افغان عسکر یې چې د امریکا د پوځ تورن جنرال یې وواژه، ستایلی دی.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG