د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو مشران په اوکراین عراق او افغانستان بحث کوي


پدې غونډې کې افغانستان مشري د دفاع وزیر جنرال بسم الله خان محمدي کوي. مبصرین وایي ښاغلي محمدي به وکړای شي پدې غونډې کې افغانستان ته په پوځي برخې کې مرستې راجبل کړي خو په سیاسي او اقتصادي برخې کې به ښایي هغه نړیوالې ټولنې ته سم قناعت ورنشي کړای.

دوه کاله مخکې کله چې د ناټو د مشرانو غونډه د امریکا د شیکاګو په ښار کې جوړه شوې وه، د بحث لومړۍ توده موضوع افغانستان او د سړې جګړې نه څو لسیزې وروسته د دې تړون د فعالیتونو د سره ارزیابي کولو او بدلولو ته ځانګړې شوې وه.

د اتومي وسلو نه خپرول، د سخت دریزه ډلو تشدد، په سوریې کې کورنۍ جګړه او د مزایلو ددفاع سیستم ځیني نور مهم مسایل و چې د ناټو دغړیو هیوادونو مشرانو پرې هر اړخیزې خبرې وکړلې.

خو په هغه وخت کې د ناټو مشرانو ته ځیني خطرونه چندانې د پام وړ نه ښکاریدل او یا یې ګمان کیده چې دومره عملي به نه وي نو همدا وجه وه چې د دغو ګواښونو لپاره جدي هلې ځلې ونشولې او نه یې هم د خپلو هیوادونو ولسونو ته قناعت ورکړ چې د دفاعي سیستم لپاره د پیسو لګیدل ومني.

د ناټو عمومي منشي اندریس فو رازموسن وایي چې د هغه په قول " دا ځل د ناټو سر مشریزه غونډه په یوې بدلې شوې نړۍ" کې جوړیږي.

د ناټو لپاره لومړی غټ سر خوږی د اوکراین په مسلې کې د روسیې سره جنجال دی. په عراق او سوریې کې د اسلامي دولت تندلاره ډلې سره مبارزه، په افریقایي هیوادونو کې د ایبولا د ناروغۍ خپریدل، د آسیا آرام سمندرګي په سیمې کې د ګاونډیو هیوادونو سره د خاورې او اوبو پر سر د چین جنجال او د سوریې کورنۍ جګړه ځیني هغه مهمې مسلې دې چې دوه کاله مخکې د ناټو د مشرانو په غونډې کې ورته چندانې پام نه و شوی.

د چارو مبصرین وایي چې د نړې تر ټولو ستر او قوي پوځي بلاک ( ناټو) نشي کولای چې د دغو ستونزو سره په قاطعیت مبارزه وکړي.

د برتانیې یو پخوانی چارواکی نیک ویټني چې اوس د اروپایي شورا د بهرنیو اړیکو په ادارې کې کار کوي وایي " ناټو د پوتین د پرمختګ د مخنیوي لپاره ډیر څه نشي کولای، مونږ ته پکار ده چې په غربي هیوادونو کې دا ومنو چې د پوتین د پرمختګ نه مخکې مو پدې تیر شلو کالونو کې په کافي زیاته اندازې د روسیې د پرمختګ مخه نیولې ده او په شا مو تمبولې ده. "

په ریښتیا هم ناټو پدې تیرو شاوخوا دوه لسیزو کې وکړای شو چې د اروپا په ختیځ کې هغه هیوادنه د ځان ملګري کړي چې پخوا د شوروي اتحاد برخه ول. خو کله چې بیا د اوکراین او جورجیا په شان د شوري اتحاد د ریښتیني پخوانيو ملګرو هیوادونو مسله راپورته کیږي، نو د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین بیا د خبرداري سره کرښه باسي.

پدې خاطر چې اوکراین د اروپایي ټولنې سره یو ځای کیدو ته پرې نښودل شي او پدې ډاډه شي چې دغه هیواد هیڅکله هم د ناټو غړی هیواد نشي، نو د روسیې ولسمشر ولاد میر پوتین د کریمیا سیمه د روسیې سره ونښلوله او هم یې د روسیې د طرفداره بیلتون غوښتونکو په ملاتړ د اوکراین په ختیځې برخې کې پوځي مداخله وکړه.

ښاغلی ویټني وایي " روسیه به په اوکراین کې د خپل نفوذ نه پوره ګټه واخلي او حالات به د خپلې ګټې لپاره استعمال کړي او مونږ یې د مخنیوي لپاره ډیر څه نشو کولای. "

ناټو پلان لري چې پدې برخې کې د څو مرحلو نه کار واخلي، لومړی به کوښښ وکړي چې د مشرانو په غونډې کې هر څه د رسمیاتو په چوکاټ کې وي، په ختیځې اروپا کې د خپلو نویو ملګرو هیوادونو لپاره به ملاتړ څرګندوې او که چیرته روسیه د دغو نویو هر ملګري هیواد په خلاف کوم اقدام کوي، ناټو باید دا توان ولري چې په مقابل کې یې هر ژر تر ژره ځواب ووایي.

د دې کار لپاره د داسې یوه ځواک جوړیدل دي چې هر وخت وظیفې اخیستو ته چمتو وي او د ختیځي اروپا په سرحدي سیمو کې د پرسونل او تجهیزاتو ځای پر ځای کول یې هم یوه برخه ده.

د ناټو عمومي منشي اندریس فو رازموسن د غونډې د پیل نه مخکې په یوه خبري کنفرانس کې وویل " مونږ په یوه داسې حالت کې یو چې روسیه مو دښمن ګڼي نو مونږ ته پکار ده چې د داسې یوه حالت لپاره پوره چمتوالی ولرو. "

د اسلامي دولت د ډلې په باره کې چې د خپل کنترول لاندې سیمو کې غیري سني مذهبه مسلمانانوو سره زور زیاتی کوي او عراق ته یې غټ خطر پیدا کړیدی، د لندن د چټم هاوس مشر رابن بیبلټ وایي " د دې ډلې سره د ناټو مبارزه کول ډیر ګران کار دی. "

د امریکا متحده ایالات د اسلامي دولت د جګړه مارانو په مرکزونو هوایي بریدونه کوي چې دې کار د عراقي او کردي عسکرو سره په زیاته اندازه مرسته کړیده. امریکا همدارنګه هغو ملکيانو ته د هوا له لارې مرستندویه مواد رسوي چې د اسلامي دولت د ډلي لخوا محاصره شویدي. پدې ماموریت کې ناټو هیڅ نقش نلري او ښایي چې په راتلونکي کې به هم کوم نقش ونلري.

د ناټو د مشرانو پدې غونډې کې به ښایي چې د تندلاره ډلو سره د جګړې او د عراق د نوي حکومت سره د مرستې لپاره به د زیاتو اقداماتو غوښتنه وشي او بس.

هغوي به همدارنګه په افغانستان کې د ناټو د پوځي ماموریت د پای ته رسیدو په جزیاتو او دا چې د دې ماموریت د پای ته رسیدو نه وروسته به په زرګونه روزونکي او سلاکاران افغانستان ته واستوي، بحثونه وکړي.

خو رپوټ وایي چې پدې برخې کې پرمختګ تر هغه وخته نشي کیدلای تر څو چې نوي افغان ولسمشر د امریکا سره دوه اړخیز امنیتي تړون نه وي لاسیک کړی چه له مخې به یې ددغو عسکرو د پاتې کیدو جزیات روښانه شي.

د نورو غونډو په شان به د ناټو مشران دا ځل هم په پوځي لحاظ د دې تړون د وړیتا د زیاتولو لپاره چې مزایلو د نه خپرولو او انټرنیټي بریدونو په شان د خطرونو سره په ګډه مبارزه وکړای شي، په ګڼ شمیر مسایلو سره موافقې وکړي.

ښاغلي نیبلټ وایي چې مشران به د اوکراین او عراق کړکیچونه سره یو ځاي کړي او له همدې لارې به د خپلو ملتونو پام هم جلب کړي. نیبلټ وایي غربي هیوادونو فکر نکوي چې خطرونه به دومره زیات شي خو اوسنۍ نړۍ د پخوا په پرتله غربي هیوادونو ته ډیره خطرناکه شویده.

هغه وایي د ناټو د مشرانو دا غونډه ډیره مهمه ده او د غړیو هیوادونو مشران او ملګري هیوادنه باید چې پخپلو منځونو کې زیاتې خبرې سره وکړي او هم دې خپل ملتونه پدې قانع کړي چې نړۍ اوس ډیره خطرناکه شویده او په همدې خاطر او دیته ضرورت شته دی چې داسې یو تړون دې موجود وي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG