د لاس رسي وړ اتصالات

هیلري کلنټن د امریکا د ولسمشرۍ احتمالي کاندیده شوه


د جمهوري ریاست دیموکراته کاندیده هیلري کلنټن د متحده ایالاتو په سیاسي تاریخ کې یو نوی باب پرانیست. دا لومړنۍ ښځه ده چې د یو ستر گوند لخوا د جمهوري ریاست د څوکۍ دپاره کاندیده شوه.

د هغې دا لاسته راوړنه به په رسمی ډول په راتلونکي میاشت کې د گوند په ملي کنوانسیون کې اعلان شي، خو د کاندیداتورۍ د پاره یې ٢٣٨٣ استازو ملاتړو پوره کړ او تر سیال سناتور برني سینډرز دومره مخکې شوه چې اوس یې بریالیتوب حتمي ښکاري.

میرمن کلنټن د کلیفورنیا ایالت په لاس انجلس ښار کې د کمپاین یوې غونډې ته وویل «زه غواړم تاسي ته ووایم چې د خبرونو پر بنسټ، موږ یوې تاریخي او بې ساري مرحلې ته داخل شوي یو، خو اوس هم لا کارونه پاته دي. سبا په شپږو ایالاتو کې رای گیري کیږي، او باید د یوې یوې رایې د اخیستلو هڅه وکړو، په ځانگړې ډول په کلیفورنیا ایالت کې هره رایه ډیر اهمیت لري..

میرمن کلنټن د دیموکرات گوند مقدماتي انتخاباتو کې سناتور سنډرز ته ماتې ورکړه
میرمن کلنټن د دیموکرات گوند مقدماتي انتخاباتو کې سناتور سنډرز ته ماتې ورکړه

خو برني سینډرز د هیلري کلنټن د بریالیتوب خبرونو ته هیڅ توجه ونکړه او هوډ یې څرگند کړ چې هغه به په کلیفورنیا اوپنځو نورو ایالاتو کې په لوی توپیر بریالی شي. ښاغلي سینډرز پلویانو ته وویل چې تر پایه پوري یعني د گوند تر کنفوانسیون پوري به سیالي وکړي

برنی سینډرز وویل«که ډیر خلک درایو مرکزونو ته ولاړ شي، که کارگران او ځوانان راووځي، او د داسی حکومت په جوړولو کې برخه واخلي چې یوازي د یو فیصد خلکو نه، بلکې زموکږ او ستاسو د ټولو نماینده حکومت وي. که موږ په کلیفورنیا کې بریالي شو، که جنوبي ډکوټا، شمالي ډکوټا، مونتانا، نیو مکسیکو کې بریالي شو، او په نیو جرسي موږ وځلیږو، نو په یاد ولری چې موږ به د گوند کنوانسیون کې په ډیره انرژۍ برخه واخلو.

د برني سینډرز ویاند مایکل بریگز په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې کلنټن که سوپر ډیلگیټس یعني فوق العاده استازو ملاتړ، وشمیري نو د بریالیتوب دعوی کولی شي. سلگونه فوق العاده استازي، اوسمهال د کلنټن ملاتړ کوي، خو د سیالۍ تر پایه پوري دوی ازاد دي چې هر وخت خپل ملاتړ بدلولی شي.

د سینډرز کمپاین وایي چې دوی به اوس فوق العاده استازو ته ددې قناعت ورکولو کار پیل کړي چې په عمومي ټاکنو کې میلیاردر ډونلډ ټرمپ ته د ماتي ورکولو د پاره تر ټولو قوي کاندید برني سینډرز دی.

نن د مقدماتي ټاکنو د بهیر تر ټولو وروستۍ مهمه ورځ ده چې د پاتی ٨٥١ استازو پریکړه کیږي.

  • 16x9 Image

    ایوب خاورین

    محمد ایوب خاورین د امریکا په نیویارک ایالت کې د سیراکیوز له پوهنتون څخه په نړیوالو چارو او بهرني سیاست کې ماستري اخیستي ده او اوسمهال په واشنگټن کې د امریکا غږ خبریال دی.

XS
SM
MD
LG