د لاس رسي وړ اتصالات

عیني شاهد: په یمن کې د برید وروسته د وینو سیلاب جوړ شو


د سعودي په مشرۍ پدې برید کې تر ۱۴۰ ډیر خلک ووژل شوو
د سعودي په مشرۍ پدې برید کې تر ۱۴۰ ډیر خلک ووژل شوو

د یمن په مرکز صنعا کې د سعودي په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو په بمبارۍ کې د سلگونو کسانو د وژل کیدو نه وروسته، د متحده ایالاتو حکومت وایي د دغه ائتلاف د ملاتړ کولو په پالیسي له سره غور کوي.

د شنبې ورځې په برید کې ١۴٠ کسان ووژل شول او تر ٥٠٠ ډېر ټپیان شوي دي

د یاغیانو د خپل سري حکومت د کنټرول لاندې سیمه کې د یو حکومتي چارواکې د پلار د جنازې په مراسمو کې په سلګونو خلک مړه او زخمیان شوو.

د یکشنبې اکتوبر په ۹ د برید په ساحه کې تحقیق روان و
د یکشنبې اکتوبر په ۹ د برید په ساحه کې تحقیق روان و

ملګري ملتونه هم مني چې په صنعاښار کې د هوايي برید په ترڅ کې تر ۱۴۰ ډیر کسان وژل شوي دي او تر ۵۰۰ ډیر زخمیان دي چې کیدی شي د مړو شمیره هم لوړه شي.

سیمه ایزه خلکو ویلي چې لږترلږه دوه توغندي یي ولیدل او په هغه ودانۍ ولګیدل چې ګڼ شمیر خلک د دوعا لپاره پکې راټول شوي وو. یو عیني شاهد وویل د بریدو وروسته د دوعا په ځای کې د وینو سیلاب جوړ شو.

د یاغیانو د حکومت د کورنیو چارو د وزیر جلال ال راویشان د پلار شیخ علي الراویشان جنازې ته زرگونه خلک راټول شوي و چې یو ناڅاپه بمباري پرې وشوه.

په برید کې د صنعا د ښار د جگپوړو چارواکو تر څنگ سلگونه عام خلک ووژل شول.

یونس الچاري د صنعا د ښار اوسیدونکی دی. هغه وویلموږ د لومړي برید نه وروسته د مرستې د پاره راغلو. په همدې وخت بل برید وشو چې تباهي یې رامینځته کړه. سلگونه کسان تر خاورو لاندې شول. دې خلکو د السعود پر ضد وسله نه وه راخیستي، دوی د دعا لپاره راټول شوي و."

د صنعا د ښار یو بل اوسیدونکي حمد ناجي وویل پلار او ورور يي د دوعا لپاره راغلي وو خو په اور کې وسځیدل. هغه وویل السعود پدې خبره کله خبریږي.

سعودي عربستان د یکشنبې (اکتوبر۹) وویل چې په دې بمبارۍ کې د عامو خلکو د وژنې د راپورونو په اړه به تحقیقات وکړي. خو دا واضح ده چې په دې جگړه کې هوایي ځواک یوازي د سعودي پلوي حکومت دی.

په یمن کې د یاغیانو په سیمو کې تر دې وړاندې هم پر روغتون، بازار او نورو عامه ځایونو بمبارۍ شوې دي.

غازي اسماعیل د یمن د یاغي حکومت د روغتیا وزیر دی او وایي د عامې روغتیا وزارت او عام خلک، دغه بشري جنایت په سختو ټکیو غندي. اسمعیل وویل دا د ټولو بشري، بین المللي او اسلامي احکامو پر ضد کار دی او د یمن د خلکو پرضد د ترسره کیدونکو دغو جرمونو مسؤلیت د نړیوالې ټولنې او ملگرو ملتونو پهغاړه دی.

تر دې خونړي برید څو ساعته وروسته د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا اعلامیه خپره کړه چې متحده ایالات به ډېر ژر د سعودي په مشرۍ په یمن کې د جنګي ائتلاف سره په کیدونکو مرستو له سره غور وکړي.

متحده ایالاتو د سعودي په مشرۍ ایتلاف سره د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د وسلو د پلور همکاري کړې، ایتلاف ته يي لوژستیکي او استخباراتي امکانات برابر کړي، خو د تیرې اګست میاشت راهیسې یي ځکه خپل عسکر لدې ایتلاف و ایستل چې د سعودي په مشرۍ هوايي بریدونو کې د ملکي خلکو د وژنې په اړه ډیر راپورونه خپاره شوو.

د سعودي په رهبرۍ پوځي ائتلاف د یمن په کورنۍ جگړه کې د عبدو ربو هادي د حکومت پلوي کوي او هڅه کوي پخوانی جمهور رئیس عبدالله صالح او حوتي یاغیان له واکه وغورځوي.

  • 16x9 Image

    ایوب خاورین

    محمد ایوب خاورین د امریکا په نیویارک ایالت کې د سیراکیوز له پوهنتون څخه په نړیوالو چارو او بهرني سیاست کې ماستري اخیستي ده او اوسمهال په واشنگټن کې د امریکا غږ خبریال دی.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG