د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او عمان د صحرا کرکټ جام سیمي فاینل کې


د افغانستان کرکټ ملي ټیم د متحده عربي اماراتو په ابوظبي او دوبۍ کرکټ میدانونو کې د جنوري د څوارلسمې نیټې نه پېل شوو د کرکټ د دویمې درجې اتو ملکونو ترمنځ روانو شل اوریزو سیالیو کې د الف گروپ درېواړه سیالۍ وگټلې او سیمي فاینل کې د مقابل ب گروپ دویم مقام لرونکي ټیم عمان سره مخامخ کیږي.

د صحرا کرکټ شل اوریزو جام کې گډون کونکو ټیمونو کپتانان
د صحرا کرکټ شل اوریزو جام کې گډون کونکو ټیمونو کپتانان

افغانستان په تیرو شپږو شل اوریزو سیالیو کې یوه هم نه ده بایللې او د دې ټورنامنټ د اتلولۍ دپاره مهم کاندید بلل کیږي. افغانستان په لومړۍ سیالۍ کې خپل قوي حریف ایرلینډ ته په پینځو وکټو ماتې ورکړه. په دویمه لوبه کې ېې کوربه ټیم متحده عربي اماراتو ته هم په پینځو وکټو ماتې ورکړه او دریمه او اخري سیالي ېې د نمیبیا د ټیم نه په څلورشپپتو منډو وگټله.

نمیبیا سره سیالۍ کې افغانستان اول توپ وهنه وکړه او څلور لوبغاړو کپتان اصغر ستانکزي، پخوانی کپتان نوروز منگل ،شهزاد محمدی او سمیع الله شینواري د دیرشو نه زیاتې منډې وکړې او مقابل ټیم ته ېې گټلو دپاره د یو سل اووه شپیتو منډو هدف ورکړ.خو نمیبیا ونکړی شو چې دا هدف ترلاسه کړي.د افغانستان له لوري راشد ارمان د مقابل ټیم درې ،حمزه هوتک دوه او گلبدین نایب او سمیع الله شینواري یو یو لوبغاړی وسوزوه،د نمیبیا ټول ټیم په شلم اوور کې په ١٠٣ منډو وسوزید او لوبه افغانستان وگټله.

نوروز منگل به په وروستي ځل د کرکټ میدان ته کوزیږي.
نوروز منگل به په وروستي ځل د کرکټ میدان ته کوزیږي.

د صحرا کپ په اتو ټیمونو کې چې افغانستان نه علاوه د ایر لینډ، سکاټ لینډ،هالینډ،هانگ کانگ،عمان ،نمیبیا او کوربه هیواد متحده عربي اماراتو ټیم شامل وو،افغانستان د عمان او سکاټ لینډ د ایرلینډ سره سیمي فاینل ته ورسیدل. د جمعې په ورځ به اول سیمي فاینل د دوبۍ په وخت لس بجې سهار د افغانستان او عمان ترمنځ وي. دویم به د سکاټ لینډ او ایرلینډ ترمنځ غرمه دوه نیمې بجې وي او اخري او فاینل سیالي به د دواړو سیالیو د اتل ټیمونو ترمنځ ماښام اووه نیمې بجې وي.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم پخوانی کپتان نوروز منگل به سبا سیمي فاینل او فاینل لوبو کې گډون کوي او دا به وروستۍ ځل وي چې هغه د ملي ټیم د لوبغاړي په توگه میدان ته کوزیږي او د کرکټ د لوبې سره به رسما توگه مخه ښه کوي. نوروز منگل د افغانستان کرکټ ته د یادونې وړ خدمتونه کړي او تر دې مقامه پورې د افغانستان د ټیم په رسیدو او زیات شمېر جامونو گټلو کې ېې خپل قیادت او سپورتي لیاقت ښودلی دی.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG