د لاس رسي وړ اتصالات

وزیري قومي مشرانو افغان دولت نه د امنیت تضمین غوښتی


د وزيرستان مشرانو د قومونو په يوه غونډه کې له افغان دولت نه غوښتي، چې د دوی بانفوذه مشرانو ژوند خونديتوب ته پاملرنه وکړي. دوی وایی ځينې استخباراتي کړۍ د دوی د مشرانو د له منځه وړلو هڅې کوي.

په دې غونډه کې د لوګر، پکتيا او خوست پر قومي مشرانو سربېره د کرښې هاغاړې ولسي مشرانو ته هم په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه او د کرښې دواړو غاړو ته د پرتو قومونو پر يووالي څرخېده.

غونډې ته په ويناوو کې د وزيرستان قومي مشرانو له افغان دولت نه وغوښتل، چې په وزيرستان او افغانستان کې د دوی ولسي بانفوذه مشرانو د ژوند خونديتوب لپاره له ممکنه لارو چارو کار واخلي.

د وزيرستانيانو په وينا په تېرو کلونو کې يې په وزيرستان کې سلګونه مشران د خاصو استخباراتي کړيو له لوري په نښه او وژل شوي وو
د وزيرستانيانو په وينا په تېرو کلونو کې يې په وزيرستان کې سلګونه مشران د خاصو استخباراتي کړيو له لوري په نښه او وژل شوي وو

ډاکټر حيات وزير چې د کرښې هاغاړې قومونو په استازيتوب يې خبرې کولې، اندېښنه څرګنده کړه، چې لاهم ځينې استخباراتي کړۍ د خپلو اهدافو په خاطر د دوی د مشرانو د له منځه وړلو هڅې کوي.

حيات وزير وويل: ” که د هغې غاړې خلک دي او که ددغې غاړې، تاسې بايد له موږ سره دومره کومک وکړئ لکه څرنګه مو چې کړی دی، څو زموږ مشران ضايع نه شي او ظالمان يې رانه بې وخت مړه نه کړي د دوی ساتنې ته بايد پاملرنه وشي ‟.

د وزيرستانيانو په وينا په تېرو کلونو کې يې په وزيرستان کې سلګونه مشران د خاصو استخباراتي کړيو له لوري په نښه او وژل شوي وو، دوی زياتوي چې اوس يې هم د ولسي مشرانو ژوند خوندي نه دی.

د افغانستان د قومونو او قبايلو چارو وزارت مرستيال وايي، چې د وزيرستان د خلکو ستونزې د امنيت په شورا کې هم مطرح شوې او د هواري په اړه يې اړين پروګرام تر کار لاندې دی.

يعقوب احمدزي غونډې په خبرو کې وزيرستانيان د افغانستان خپل خلک ووبلل او له هغوی سره يې د مرستو لپاره د نړيوالو مرستندويه سازمانونو د توجه راجلبولو په برخه کې د افغان دولت پر ژمنتيا ټينګار وکړ.

په دې غونډه کې د لوګر، پکتيا او خوست پر قومي مشرانو سربېره د کرښې هاغاړې ولسي مشرانو ته هم په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه
په دې غونډه کې د لوګر، پکتيا او خوست پر قومي مشرانو سربېره د کرښې هاغاړې ولسي مشرانو ته هم په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه

هغه وويل: ” دوی ته موږ د مهاجرينو خطاب نه شو کولی، د خپلو کورونو څخه بې ځايه شوي دي، د يو کورنه بل کور ته راغلي دي. زه د خوست او پکتيکا له ولسونو نه مننه کوم چې د انصارو غوندې يې خپلو وروڼو ته غېږې خلاصې کړلې. کوم امکانات چې دولت او بهرنيو مرستندويه موسسو سره شته، وخت په وخت مو ورسره شريک کړي دي‟.

د قومونو او قبايلو چارو وزارت مرستيال يعقوب احمدزی همدارنګه وايي، چې د قبايلو ترڅنګ د افغانستان د نورو قومونو د ستونزو څېړلو او حل په موخه د زونونو په کچه د قومونو شورا ګانې په نظر کې لري.

احمدزي زياته کړه: ” هغه کار چې د شورا له لارې کيدلی شي، په انفرادي ډول نه شي کيدلی، هغه غږ چې د شورا له لارې پورته مقامو ته رسيږي، يو شخص يې نه شي رسولی، نو په دې اساس باندې انشاالله د خوست په ټوليز ډول د وزن په کچه د شورا جوړول زه پر ځای کار بولم‟.

په ۲۰۱۴ ميلادي کې چې پاکستان په شمالي وزيرستان کې د سخت دريځو پرضد پوځي عمليات پيل کړل، د محسودو او وزيري قبيلو زياتره مشرانو د نورو کډوالو ترڅنګ افغانستان ته پناه راوړې ده.

په ورته وخت کې د خوست والي حکم خان حبيبي هم اندېښنه څرګنده کړه، چې ځينۍ کړۍ د کرښې دواړو غاړو ته د پښتنو ترمنځ د تفرقې اچولو هڅې کوي، خو زياتوي چې د مخنيوي پوره هلې ځلې يې کوي.

والي حبيبي وايي: ” د کرښې هغه غاړه او دې غاړه ته زموږ د قومونو ترمنځ نېک رواربط، مشورې، خپلوۍ او راشه درشه وجود لري، موږ ورباندې کار کوو چې دغه روابط نور هم غښتلي شي، څو خدای مه کړه، قبايل او زموږ نور قومونه په خپل منځ کې د فاصلې احساس وکړي‟.

والي حکم خان حبيبي له مرکزي دولت نه د سرحدي ځواکونو د پياوړتيا غوښتنه هم وکړه. هغه وويل وسله وال هڅه کوي چې له ځينو مشخصو نقاطو راتېر او د خوست په ګډون يو شمېر نورې سيمې ناامنه کړي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG