د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د داعش وسله والو په نوم شبنامې خپرې شوېدي


د خوست د امنیې قومندانۍ وايي په دغه ولایت کې د داعش په نوم کومه ډله نشته
د خوست د امنیې قومندانۍ وايي په دغه ولایت کې د داعش په نوم کومه ډله نشته

د خوست سيمه ييزو دولتي چارواکو ويلي، چې ددغه ولايت په صبريو ولسوالۍ کې د داعش وسله والو په نوم شپې پاڼې خپرې شوېدي. خلکو له حکومت نه غوښتنه کړې، چې د داعش د مخنيوي لپاره جدي ګام واخلي.

سيمه ييزو چارواکو د نوم خپرېدو په شرط له امريکاغږ سره په خبرو کې وويل، چې په دغو تبليغاتي پاڼو کې خلکو ته ګوتڅنډنه شوې، چې که له دوی سره همکاري ونه کړي، مجازات به شي.

د صبريو د سوري پاڼ، مکتب بازار او ډنډ فقيرانو سيمو اوسيدونکو، چې تېره شپه داعش وسله والو ته منسوبې تبليغاتي پاڼې په کې خپرې شوې، ويلي چې په پاڼو کې ددغې ډلې پر اهدافو هم خبرې شوې دي.

د سيمې اوسېدونکو دغه راز ويلي، کله چې سهار وختي له کوره راوتلي، د دوکانونو ترڅنګ پر پاڼو سربېره يو شمېر ميموري کارډونه هم پراته وو.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت وايي، د داعش له لوري د تبليغاتي پاڼو خپرېدل ځکه نه تاييدوي، چې د ده په وينا په دغه ولايت کې داعش وسله والو تر اوسه سر ندی راپورته کړی دی.

هغه وويل: ” په خوست کې د داعش په نوم تر اوسه هيڅ هم نه دي ليدل شوي او بايد ووايم چې په خوست کې د ملي امنيتي ځواکونو ترمنځ ډېره ښه همغږي موجوده ده. د دښمن ټول پلانونه يې شنډ کړي دي او شپه ورځ د خپلو خلکو او وطن نه په دفاع کې دي‟.

دا لومړی ځل دی چې په خوست کې داعش وسله والو ته منسوب شوی فعاليت ترسترګو کېږي.
دا لومړی ځل دی چې په خوست کې داعش وسله والو ته منسوب شوی فعاليت ترسترګو کېږي.

له کله راهيسې چې په افغانستان په ځانګړې توګه په ننګرهار کې د اسلامي دولت وسله وال را څرګند شوي دي، دا لومړی ځل دی چې په خوست کې داعش وسله والو ته منسوب شوی فعاليت ترسترګو کېږي.

په همدې حال کې مدني فعالان اندېښنه څرګندوي، چې که په دغه ولايت کې د اسلامي دولت ډلې د راڅرګندېدو مخه ونه نيول شي، ممکن دغه سيمه هم د ننګرهار د شينوارو ولسواليو په څېر له برخليک سره مخ شي.

روان نورزی مدني فعال دی، هغه وايي: ” له افغان دولت نه زموږ هيله داده، چې په دې اړه جدي تحقيقات وکړي ترڅو دا معلومه کړي، چې دا واقعاً د دوی ډلې ټپلې دلته وجود لري او که بعضې افراد دلته راغلي او د تبليغاتو لپاره يې داسې اقدام کړی دی‟.

د خوست يو بل اوسېدونکي وويل: ”د ننګرهار امنيت مخکې ډېر ښه و، خو له کله راهيسې چې داعش ننګرهار ولايت ته لاره پيدا کړې ده، امنيت يې ګډوډ شوی دی. له مرکزي حکومت نه مو غوښتنه دا ده، چې داعش په خوست ولايت کې خپلو فعاليتونو ته پرې نه ږدي‟.

قومي مشر حاجي جمال تڼی پر مرکزي حکومت د جدي اقداماتو اخيستلو ترڅنګ پر ولسي خلکو هم غږ کوي، چې د خپلو قومي جوړښتونو پراساس په خپلو سيمو کې د غيرحکومتي وسله والو ډلو مخه ونيسي.

تڼي وويل: ”ددې ناامنۍ مخه قومونه هم نيولی شي. که حکومت په شا راشي او ځان ضعيف وښيي، قومونه يې نه پريږدي او که قومونه ځان ضعيف وښييؤ بيا د خوست په ولايتي اداره کې دومره ظرفيت ونيم، چې د داعش پر وړاندې مبارزه وکړي او قومونه تشويق کړي‟.

په ورته وخت کې طالبانو په يوه اعلاميه کې په سيمه کې د داعش وسله والو حضور رد کړی او ويلي دي، چې داعش وسله والو ته منسوبې تبليغاتي پاڼې بهرنيو ځواکونو له الوتکو څخه غورځولې دي.

صبري د خوست په شمال ختيځ کې پرته ولسوالي ده، چې د پکتيا له جاني ولسوالۍ سره ګډه پوله لري. دا ولسوالي څو کاله مخکې د خوست له تر ټولو ناامنه سيمو څخه ګڼل کېده.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG