د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې بند ښونځي بیرته پرانستل کیږي


د پکتيکا د معارف مسوولين وايي، چې د پوهنې د ودې او پراختيا لپاره يې د خلکو همکاري راجلب کړې. د دوی په وينا د خلکو په همکارۍ يې د ښوونځيو ډېرې ستونزې هوارې کړې هم دي.

په تېره يوه نيمه لسيزه کې د نورو برخو ترڅنګ پکتيکا د معارف له پلوه هم له وروسته پاتې سيمو ګڼل کېږي، خو په دې وروسيتو کې د پکتيکا اوسېدونکو د دې ستونزې د حل لپاره په خپله مټې رابډ وهلې دي.

د پکتيکا د پوهنې رئيس محمد نسيم واجد وايي، سربېره پر دې چې خلکو د ځينو تړلو ښوونځيو په پرانستلو کې همکاري کړې، د ښوونځيو د نورو ستونزو د حل لپاره يې ورسره ۲۳ ميليونه افغانۍ نقدي مرسته هم کړې ده.

د ده په وينا له دې مرستې يې د يو شمېر ښوونځيو د سرپناه ستونزه هواره کړې، ځينو ښوونځيو ته يې کتابتونونه جوړ کړي او دغه راز په يو شمېر نورو برخو کې يې هم ورته اسانتياوې برابرې کړې دي.

واجدي وويل: ” په اوس وخت کې د پوهنې رياست له خلکو سره ډېر نږدې شوی دی. خلک په دې باوري شوي دي چې موږ دوی په شفاف ډول خدمت کوو. موږ د دوی له مرستو منندوی يو‟.

بله غټه ستونزه چې د پکتيکا معارف ترې کړېږي، د ښوونکو کمښت دی
بله غټه ستونزه چې د پکتيکا معارف ترې کړېږي، د ښوونکو کمښت دی

د پکتيکا ولايت له ۳۵۸ ښوونځيو څخه يواځې ۱۳۸ هغه يې ودانۍ لري او پاتې ۲۲۰ ښوونځي له ودانيو بې برخې دي، خو د معارف رئيس محمد نسيم واجد يې وايي، هلې ځلې يې روانې دي.

د ښاغلي واجد په وينا بله غټه ستونزه چې د پکتيکا معارف ترې کړېږي، د ښوونکو کمښت دی. هغه وايي، د همدې ستونزې له کبله ددغه ولايت په خوشامند او برمل ولسواليو کې ۳۱ ښوونځي تړلي پاتې دي.

که څه هم په پکتيکا کې د نجونو د زده کړو په برخه کې لاهم ډېره لېوالتيا نشته، خو د مدني فعال محمد اکرم شهاب په نظر له معارف سره د خلکو همکاري د هلکانو او نجونو پر تعليمي بهير مثبت تاثير لري.

شهاب وويل: ”کله چې له معارف سره خلک همکار وي ډېر ښه پرمخ تللی شي. له همدې کبله مسوولين هم کولی شي، په لېرې پرتو سيمو کې فعال واوسي او له دې سره معارف پرمختګ کوي‟.

د پکتيکا والي محمد الياس وحدت هم ويلي، چې په دغه ولايت کې د پوهنې د برخې ټولې شته ستونزې يې څېړلي دي او د حل لپاره يې د مرکزي دولت او مرستندويه ادارو همکاري راجلب کړې ده.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG