د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز کې د ناامنیو له امله د ښځو ژوند ستونزو سره مخ دی.


پښتانې مېرمنې د سوداگرۍ په مېدان کې
پښتانې مېرمنې د سوداگرۍ په مېدان کې

په کندوز کې د وروستیو ناامنیو له امله هغه ښځې په دولتي او یا غیر دولتي ادارو کې دندې لري له ستونزو سره مخ دي، دغه میرمنې وايي چې که دندې خوشې کوي د کورنۍ نفقې ته حیرانیږي او که دندې ته ځي نو مخالفینو له خوا دمرګ له ګواښونو سره مخ دي.

په کندوز کې پخوا تر دې هم د ښځینه مامورینو شمیر کم و، خو د جګړو او ناامنیو له امله زیات شمیر هغو ښځو چې دندې لري نورو ولایتونو ته کډې کړي.

د کندوز د ښځو چارو ریسه هولکر وايي چې د جګړو له امله د ښځو اقتصاد کمزوری شوی او علت یې همدا دی چې دوي یا دندې له لاسه ورکړي او یا یې هم کاروبار زیانمن شوی دی.

هغه زیاتوي چې ښځو په تیرو ۱۵ کالو کې لویه لاسته راوړنه د کاروبار جوړول وو خو هغه هم په دې وروستیو کې د ناامنیو له امله مخ پر خرابیدو دی.

د کندوز د ښځو چارو ریسه نصیبه هولکر وايي: (( د تعلیم و تربیې او صحي اسانتیاو د نشتوالي تر څنګ د ښځو یو بل مشکل د اقتصادي کچې ټیټوالی دی، ځکه چې دوي ته کار موندنې کمه زمینه برابریږي، او هغه هنر چې دوي ترې د لاسي صنعتي توکو د تولید لپاره ګټه اخلي، دوي له خپل دغه هنر څخه اقتصادي ګټه نه شي اخستلای نو ځکه په کندوز کې ښځې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.))

ناامنیو د ښځو جرات له منځه وړی او هغسې چې باید ښځې په ټولنه کې کار وکړي نه شي کولای
ناامنیو د ښځو جرات له منځه وړی او هغسې چې باید ښځې په ټولنه کې کار وکړي نه شي کولای

هغه زیاتوي چې که په یوه کورنۍ کې ښځې د نارینه و تر څنګ کار وکړي نو د اقتصادي ودې لپاره به یې لار هواره کړي وي.

د کندوز یوه بله اوسیدونکې بدل بي بي وايي چې ناامنیو د ښځو جرات له منځه وړی او هغسې چې باید ښځې په ټولنه کې کار وکړي نه شي کولای نو همدغه علت دی چې ورځ تر بلې له اقتصادي ستونزو سره مخ کیږي: (( هغو ښځو چې شخصي کارونه درلوده، کارونه یې کم شوي او یا له منځه تللي، امنیت د اقتصادي ودې لپاره مهم دی او ناامنیو په کندوز کې د ښځو د اقتصادي ودې مخه نیولې ده.))

د کندوز یوه بله اوسیدونکې او په یوه دولتي اداره کې ماموره حسنا رحماني وايي هغه ښځې چې کار کوي او هغه ښځې چې په کور کې ناستې وي فرق لري یوه په کورنۍ بار ده او بله د کورنۍ ستونزې کموي، هغه هیله لري چې هره ښځه د کورنۍ د ستونزو د کمبود لپاره هڅه وکړي.

نوموړی وايي چې ښځې باید له ستونزو سره مقابله وکړي او د ناامنیو له امله دندې پرینږدي: (( زما پیغام ښځو ته دا دی چې مقابله وکړي، که جګړه هم وي باید دنده پرینږدي او هره دنده چې لري باید په ښه توګه یې ترسره کړي.))

په کندوز کې د ګوتو په شمیر ښځینه مامورینو په دولتي ادارو کې دندې درلودې، چې یو شمیر یې اوس هم له دندو لاس په سر شوي دي، په دغه ولایت کې اکثر باسواده ښځې په ښوونځیو او تعلیمي ادارو کې د ښوونکیو دندې لري.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG