د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کې د طالبانو په بریدونو کې ۸ پوليس او ۱۷ طالبان وژل شوي


په زابل کې د کابل – کندهار د لویو لارو په امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو په ډله ییزو بریدونو کې ۸ تنه پوليس او ۱۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.

وسله والو د کلات اړوند د مغلیزو او سپیني غبرګي پر امنیتي پوستو بریدونه کړي.

د زابل سیمه ییز مقامات وايي چي د دولت مخالفو وسله والو طالبانو هڅی زیاتي کړي چې د کابل – کندهار لویه لار د ترافیکو پرمخ وتړي.

د کلات په ختیځ کې د ترنک په سیمه کې د لویو لارو د ساتنې د پوليسو پر مرکزونو د تیري شپې جګړې یو ځل بیا دغه اندېښنې زیاتي کړي.

د زابل د عملیاتي کنډک قومندان سمونوال محمد اصف توخي وايي چې د تيري شپې څخه بیا د نن ورځي د سهار تر څلورو بجو پوري د پوليسو او برید کونکو وسله والو طالبانو ترمنځ شدیدې جګړې دوام در لود.

نوموړی زیاتوي چي پوليسو د یادي لاري د امنیت ساتلو ته خپل تدابیر زیات کړي او د وسله والو ستري حملي يې پر شا کړي.

ده وويل "بلي خواته د زابل ولسي استازي تور پوري کوي د افغانستان ګاونډیانو او د سیمي ځینو نورو هیوادونو د دولت له وسله والو مخالفینو سره خپلي مرستې زیاتي کړي او عامه المنفعه تاسیساتو لمنځه وړلو ته يې هڅوي."

د زابل د ولایتي شورا ریس په ځانګړي ډول د زابل د شملزو ولسوالۍ او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه ۳۵ کلیو میتر پرانیستي لاري ته ګوته نیسي چې د نوموړي په وینا مرکزي حکومت يې د تړلو لپاره هیڅ نظامي تشکیل ندی ګمارلی.

نوموړی پر ډیورنډ کرښه دغه پرانیستې برخه د مرکزي ولایتونو د امنیت لپاره هم لوی ګواښ بولي.

ده وويل "د کابل – کندهار د لويې لاري ۱۸۰ کیلو میتره برخه د زابل له حدودو څخه تېره شوې چي د کلات او غزني ترمنځ برخه يې د زراغتي باغونو او ځنګلونو له کبله تر ټولو د لوړ تهدید سره مخ ده."

پر دې لار نا امنیو د کابل – جنوب او غرمي ولایتونو ترمنځ د تلونکو مسافرو تګ راتګ هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړی.

وسله والو طالبانو په کلات کې د کابل – کندهار د لويې لاري د جګړې مسئولیت منلی او پوليسو ته يې د درنې مرګ ژوبلي د اړولو ادعا کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG