د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني د شپږیزې له افغان او بهرنيو لوبغاړو سره لیدلي


ولسمشر غني د کرکټ د شپږیزې له بهرنیو او افغان لوبغاړو سره د کتنې پر وخت
ولسمشر غني د کرکټ د شپږیزې له بهرنیو او افغان لوبغاړو سره د کتنې پر وخت

ولسمشر محمد اشرف غني نن د شنبې په ورځ د شپږیزې کرکټ لیګ، افغان او بهرني لوبغاړي، روزونکي او مبصرین ارګ ته د سهار د چای لپاره بللي وو.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، ولسشمر محمد اشرف غني د شپږیزې کرکټ لیګ له بهرنیو او افغان لوبغاړو سره د چای د خوړلو پر مهال د شپږیزې کرکټ لیګ د روان بهیر په اړه هم خبرې کړي دي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې ولسمشر د افغانستان کرکټ بورډ کارونه وستایل او له لوبغاړو یې مننه وکړه چې په خپلو لوبو سره افغانانو ته خوښۍ راوړي.

ښاغلي مینه پال وویل چې افغان ولسمشر له بهرنیو لوبغاړو ځانګړې مننه وکړه "ولسمشر له بهرنیو لوبغاړو ځانګړې مننه وکړه چې افغانستان ته راغلل، دلته یې لوبې وکړې، او د افغانستان ولس ته یې خوښې ورکړه، د دوی په توسط یې د دوی هېوادونو او د دوی د هېوادونو مشرتابه ته نېک احساسات او پېرزوینې وړاندې کړې".

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د کتنې په اړه امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې ولسمشر د دغه بورډ د کارونو د ستاینې تر څنګ د کرکټ له مسئولینو او لوبغاړو مننه وکړه.

ښاغلي هوتک د ولسمشر سره د شویو خبرو په اړه وویل "ولسمشر ټینګار وکړ چې د افغانستان د کرکټ بورډ په چارو کې باید د نورو لاسوهنې بندې شي، تر څو کرکټ بورډ په سمه توګه خپلې چارې پر مخ بوځي".

افغان ولسمشر د شپږیزې کرکټ لیګ له لوبغاړو او مسئولینو سره وروسته له هغه ګوري چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د کابل د کرکټ نړیوال لوبغالي ته نژدې یو ځانمرګی برید ترسره شو، چې د کابل د پولیسو د وینا له مخې درې تنه یې ووژل او دولس نور یې ټپیان کړل.

دغه برید په داسې حال کې ترسره شو چې په لوبغالي کې لوبه روانه وه.

د شپږیزې کرکټ لیګ په پنځم پړاو کې شپږ لوبډلې لوبیږي چې د افغانستان د کرکټ بورډ په وینا دا ځل په دې سیالیو کې د افغان لوبغاړو ترڅنګ، نژدې دېرش بهرني لوبغاړي، روزونکي او مبصرین هم برخه اخلي.

دا سیالۍچې د کرکټ د نړیوالې شورا ترڅارنې لاندې ترسره کیږي، د سپتمبر پر یوولسمه پېل شوي، او د سپتمبر پر ۲۲ مه به پای ته ورسیږي.

تر دې مهاله په دغه سیالیو کې لس لوبې ترسره شوي. نن هم لومړۍ لوبه د کابل بازانو او مس عینک اتلانو لوبډلو تر منځ ده او تر ماسپښین وروسته به د امو نهنګان او د بست ساتونکو لوبډلې لوبه ولري.

XS
SM
MD
LG