د لاس رسي وړ اتصالات

د کوچيانو شورا:حکومت له پامه غورځولي يو


د کوچیانو د انسجام شورا وایي حکومت د کوچیانو د اولادونو ښونې روزنې او روغتیا ته سمه پاملرنه نده کړې.

د دغې شورا مشر دلاور فیضان د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل دا مهال د کوچیانو لپاره په ټول افغانستان کې اوه لیسې فعالیت لري چې یوه پکې د نجونو ده.

"موږ په ټول افغانستان کې اوه لیسې لرو او موږ ادعا کوو چې تقریبا شپږ میلیونه نفوس د افغانستان لرو نو تاسو قضاوت وکړئ چې اوه لیسې د شپږ میلیونه انسانانو لپاره څومره کفایت کوي".

د کوچیانو د ښونې روزنې او ښونځیو په اړه معارف وزارت دا مهال له څه ويلو ډډه وکړه.

په ولسي جرګه کې د کوچیانو چارو کمیسیون هم دا مني چې حکومت د کوچیانو د ښونې روزنې او روغتیا په برخه کې د پام وړ کارونه نه دي تر سره کړي.

دغه کمیسیون زیاتوي اوسمهال په ټول افغانستان کې شپږ میلیونه کوچیان دي چې حکومت له دغه شمیره یوازې پنځلس نه تر شلو فیصدو کوچیانو ته حقوق ورکوي او پاتې برخه یې له پامه غورځولې ده.

د کوچیانو استازی او د کوچیانو کمیسون غړي یوسف صابر امریکا غږ ته وویل که څه هم په تیرو پنځلسو کلونو کې د کوچیانو د ښونې او روغتیا ته تر یوې اندازې پاملرنه شوې ده خو د کوچیانو نفوس ته په کتو دغه پرمختګ بسنه نه کوي.

"د تعلیم او صحت په برخه کې دا هم نه شو ویلې چې کوم کار ندی شوی موږ د کوچیانو لپاره بیل کلینکیونه هم لرو لیسې هم لرو ابتداییه او متوسطه مکتبونه هم لرخو په هغه اندازه ندي چې د دوې ټول مشکل پرې حل شي".

کوچیان په افغانستان کې د اوسیدو اوږده مخینه لري او اکثره یې په دودیزه توګه د مالدارۍ په کاروبار بوخت دي.

دوی د ښونې، روزنې او روغتیایي چارو ور هاخوا د افغانستان په مختلفو سیمو کې د خپلو مالونو د څړ ځایونو له غصب سره هم مخ شوي دي.

د کوچیانو د انسجام شورا د مشر دلاور فيضان سره د امريکا غږ مرکه دلته اوريدلائ شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:13 0:00

XS
SM
MD
LG