د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله:د ښځو په اړه ټولنیز ذهنیت بدلول غواړي


په کابل کې د یکشنبې په ورځ دولتي چارواکي او یو شمیر مخکښې ښځې په دې موخه راټولې شوې وې چې په سیمه ییزه حکومتولۍ کې د افغانو ښځو د ونډې پر زیاتیدو خبرې وکړي.

د افغانستان اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله په دغه غونډه کې وویل، چې لا هم له ښځو سره په مختلفو برخو کې تاوتریخوالی دوام لري او د هغوی پر وړاندې د ټولنې ذهنیت نه دی بدل شوی.ښاغلي عبدالله زیاته کړه افغانې ښځې د ټولو ستونزو سره سره میړانه کوي او له کور څخه بهر په دندو بوختې دي.

اجرائیه رئیس ټینګار وکړ، چې سیاسي ملاحظات باید په دولت کې د ښځو د ونډې د کمیدو لامل نشي او ويې ویل "تاسو سره ژمنه کوم چې د سیاسي ملاحظاتو لپاره به د هیواد وړو ښځو ته د فرصتونو مخه ونه نیسو موږ متاسفانه منفي نمونې لرو ،د یوې بریالۍ ادارې نمونه او تر څنګ یې د یو سیاسي تصمیم نیول چې نتییجه یې هم د افغانستان خلکو ته یو منفي پیغام وه".

په تیرو لسو کلونو کې په سیمه ییزه حکومتولۍ کې د ښځو ونډه د پام وړ وه
په تیرو لسو کلونو کې په سیمه ییزه حکومتولۍ کې د ښځو ونډه د پام وړ وه

د سیمه ییزو ارګانونو ادارې پر وینا په تیرو لسو کلونو کې په سیمه ییزه حکومتولۍ کې د ښځو ونډه د پام وړ وه.

د یادې ادارې چارواکي وایي دا مهال په سیمه ییزه حکومت ولۍ کې د ښځو ونډه ۱۶ فیصده ته رسیږي، چې اوسمهال د ولایتي شوراګانو په کچه درې ریسانې، څلور مرستیالانې او اته منشیانې فعالیت کوي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په تیرو لسو کلونو کې درې والیانې، یوه د والي مرستیاله، دوه ښاروالانې او دوه ولسوالانو دندې لرلې.

د ښځو چارو وزارت چارواکي هم په سیمه ییزه حکومت ولۍ کې د ښځو پر ونډې ټینګار کوي خو د ښځو لپاره د مصون کار ځای غوښتونکې هم دي.

XS
SM
MD
LG