له ځیرکو سیستمونو څخه چې د Artificial Intelligence یا مصنوعي ذکاوت پرمټ کارکوي اوس د بیلابیلو مقاصدو لپاره ګټه اخیستل کیږي. له مصنوعي ذکاوت څخه په عملي ژوند کې د ګټې اخیستو څو نمونې په لاندې ډول دي:
___
خپله چلېدونکي موټر
ګټه اخیستونکي: د موټرو د جوړولو شرکتونه لکه ټویوټا، نیسان او فورډ اود اپلیکیشن پرمټ د ټکسي خدمتونو چمتو کوونکي شرکتونه لکه اوبر او ویمو.
ګټه اخيستنه: د دشبورډ د کمرې عکسونو ته کتل او د موټرو شاوخوا د بکسونو رسمول د دیوالونو، دڅراغونو د پایو، پلونو او د لینونو د عکسونو په نښه کول، هرپیکسل یې په ډیجيټلي رنګ باندې د سړک، موټر، د درېدو د نښې، د پلي تګ او بایسکل د تګ د نښو په توګه رنګول.
___
د څېرې پیژندنه
ګټه اخیستونکي: د اپلیکیشن جوړونکي او څېړونکي
ګټه اخیستنه: په عکس کې د سترګو او خولې په کونج کې د ټکو کیښودونه.
___
د غږ ثبتول او لیکل
ګټه اخیستونکي: د ډیجټلي مرستې لپاره، د تماس نیولو مرکزونه
ګټه اخیستنه: د تلیفوني مکالمو لیکل
___
د احساساتو تحلیل
ګټه اخیستونکي: د تماس نیولو مرکزونه، د ټولنیزو رسنیو خدمتونه
ګټه اخیستنه : د لیکنو لوستل چې معلومه کړي په لیکنه کې د تهدید ټکي لیکل شوي که نه اویا یې لیکونکی په غصه دی که څنګه، چې مسئول ته احوال ورکړل شي.
___
د تصویرونو نصبول
ګټه اخیستونکي: د اي بې په شان آنلاین مارکیټونه
ګټه اخیستنه : د نارینه و او ښځو د کمیسونو طبقه بندي کول، د سټایل، رنګ او اندازې معلومول