د لاس رسي وړ اتصالات

د اریانا سعید سندره د بلینکن د خوښې وړ سندرو په لیست کې


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن نن د ډسمبر په ۳۱مه (مرغومي ۱۰) نيټه د خپلې خوښې وړ سندرو لست خپور کړ چې په ۲۰۲۱ کې تولید او خپرې شوې دي.

ددغه لوړپوړي امریکایي دپلومات د ۳۶ علاقې وړ سندرو په منځ کې د اریانا سعید د "نفسم" په نامه سندره هم شته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي بلینکن له قوله لیکلي: "موسیقي خلک سره نژدې کوي – د سرحدونو او ټولو هغو شیانو څخه وړاندې ځي چې مونږ یې سره جلا کړي یو".

دا پداسې حال کې دي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمن کیدو وروسته ددې هیواد په تصویري او غږیزو رسنیو کې د موسیقۍ خپریدل منع شوي دي او خلک هم ددې ډلې له لورې د سزا ورکولو له ډاره په عام محضر کې د موسیقۍ له خپرولو او اوریدلو څخه ډډه کوي.

د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کلونو پورې چې طالبالن لومړی ځل په افغانستان کې واکمن وو، هر ډول موسیقي یې بنده کړې وه او هغه خلک یې چې ددې امر نه یې سرغړونه کوله نیول او سزا یې ورکوله.

د طالبانو په یوې نوې لارښوونه کې چې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس شوې، له خلکو غوښتل شوي چې په نقلیه وسایطو کې د موسیقۍ له غږولو ډډه وکړي.

پر افغانستان باندې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته زیات شمیر سندرغاړ او هنرمندانو هیواد پریښود.

پدې وروستیو کې یوه ویډیو هم په ټولنیزو رسنیو کې شریکه شوې چې په کې یو طالب جنګیالي پداسې حال کې لیدل کیږي چې یو شمیر کسان د موسیقۍ د الاتو ماتولو بیا د الله اکبر نارو وهلو ته هڅوي.

دغې ویدیو په ټولنیزو شبکو کې زیات غبرګونونه پارولي دي.

د افغانستان مشهور سندرغاړي او هنرمند فرهاد دریا هم د طالبانو د ډلې ددغو کسانو پدې اقدام انتقاد کړی دی.

بلخوا د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې ارزونې یې پیل کړي تر څو څرګنده شي چې دا کار د دوی د ملګرو له لورې شوی او که نه.

XS
SM
MD
LG