د لاس رسي وړ اتصالات

د دفاع او کورنیو چارو وزیران د ستونزې د هواري په هدف بلخ ته تللي


په بلخ کې د استاد عطا محمد نور د ملېشو او افغان سرتېرو ترمنځ تر نښتو یوه ورځ وروسته د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرپرستان د رامنځته شوي‌ کړکېچ د پای ته رسولو په هدف بلخ ولایت ته تللي دي.

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور چې د دغه ولایت د نوي امنیه قوماندان په صفت یې د عبدالرقیب مبارز له ټاکل کېدو سره مخالفت کړی، ولسمشرۍ ماڼۍ د بلخ د امنیتي وضعیت په خرابولو او «توطئې» تورنه کړه چې له امله یې یاد مخالفتونه په وسله واله نښته واوښتل.

مزار شریف ښار تېره ورځ د نښتې پرمهال
مزار شریف ښار تېره ورځ د نښتې پرمهال

د افغانستان دفاع وزارت د جمعې په ورځ د «کب پر ۲۴مه» په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي د رامنځته شوي ستونزې د هواري په هدف بلخ ولایت ته تللي چې ټاکل شوې د دغه ولایت له چارواکو او سیاسي څېرو سره هم وویني.

د دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیرانو تر دامهاله د بلخ له والي اسحاق رهګذر او استاد عطا محمد نور سره کتلي دي.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې ویل شوي:"ټاکل شوې استاد عطا محمد نور هم د ولایت مقام په غونډه کې ګډون وکړي."

خو پر همدې مهال د بلخ پخواني‌ والي‌ عطا محمد نور پر خپل ټوېټر لیکلي چې د دفاع او کورنیو چارو له سرپرست وزیرانو سره چې په مزار شریف کې د وروستیو ستونزو د بحث لپاره دغه ولایت ته تللي په خپل سیاسي دفتر کې کتلي دي.

نور ویلي"زه د بلخ په وړاندي د حکومت وروستی پوځي اقدام زموږ پر خلکو برید او یرغل ګڼم."

په بلخ کې د عطا محمد نور د ملېشو او افغان سرتېرو ترمنځ تېره ورځ له ماسپښین وروسته نښته پیل شوه چې څو ساعته یې دوام وکړ.

د بلخ روغتیايي چارواکو تېره ورځ امریکا غږ ته وویل چې په دغو نښتو کې ۱۸ تنه ټپیان شوي چې ۱۰ یې سرتېري او اته تنه یې ملکیان دي چې یوه ښځه هم ‌پکې شامله ده.

د بلخ نوي امنیه قوماندان تېره ورځ خپل دنده پیل کړه
د بلخ نوي امنیه قوماندان تېره ورځ خپل دنده پیل کړه

د عطا محمد نور د پلویانو د وسله وال مخالفت سره سره تېره ورځ د بلخ نوي امنیه قوماندان عبدالرقیب مبارز په دنده پیل وکړ.

XS
SM
MD
LG