د لاس رسي وړ اتصالات

اسیان د امریکا لپاره ځانگړی ارزښت لري


مانیلا، د اگست شپږمه ٢٠١٧: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د اسیان د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په منځ کې

د جنوب ختیځې اسیا د بهرنیو چارو وزیرانو او د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن په خبرو کې درې مهم ټکی و؛ شمالي کوریا په دیپلوماتیکه توگه تجریدول، د چین د جنوبي سمندر گی جنجال، او په جنوبي فیلپین کې د اسلامي افراطیت زیاتیدل.

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وویل چې په واشنگټن جنوب ختیځې اسیا ته ځانگری ارزښت ورکوي.

ښاغلي ټیلرسن وویل " دا دریم فرصت دی چې په تیرو شپږومیاشتو کې زه د آسیان له مشرانو سره خبرې کوم. فکر کوم چی درې ملاقاتونه په شپږ میاشتو کې هغه اهمیت څرگندوي چی متحده ایالات ېې له آسیان سره خپلو اړیکو ته ورکوي."

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانگ يي وویل چې د شمالي کوریا د ستونزې حل یوازې د خبرو اترو له لارې کیدلی شي.

ښاغلي وانگ یي زیاته کړه" دا اسانه خبره نه ده خو یوازینی لاره ده چی موږ ورته په گډه ضرورت لرو او هغه د مذاکراتو لاره ده چې د کوریا د ټاپو وزمې مسله پرې حل شی".

د ملگرو ملتونو لخوا بندیزونه

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د شنبې په ورځ د رایو په اتفاق هغه پریکړه لیک منظور کړ چې متحده ایالاتو پر شمالي کوریا د نویو بندیزونو په برخه کې وړاندې کړی و.

د پریکړه لیک مقصد دا دی چې شمالي کوریا د کال د یو میلیارد ډالرو عایداتو نه محرومه کړي چې د هغوی اټومي او بالیسټیک توغندیو پروگرامونه پرې تمویلېږي.

دامنیت شوری له ٢٠٠٦ کال راهیسې یو لړ کلک بندیزونه پر شمالی کوریا د هغوی د اټومي او بالسټیک توغندیو د ازموینو له امله لگولي دي.

په نویو بندیزونو کې د شمالي کوریا پر نهو وگړیو د سفر بندیزونه لگول شوې دي او د یوشمیر ادارو پانگې کنگل شوې دي.

د آسیان هېوادونو وزیرانو له شمالي کوریانه وغوښتل چې د ملگرو ملتونو دامنیت شورا په وړاندې خپل مسوولیتونه سر ته ورسوي او له ازموینو نه لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG