د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني: د وردگو په جنگ کې په دښمن رحم ونکړئ


ځایي چارواکي وایي چې د وردگو په ولایت کې طالبانو په لسو امنیتي پوستو قبضه کړیده.

د وردگو د ولایت محلي چارواکو دا هم ویلي دي چې د کوماندو په شمول د اضافي قواو د رارسیدلو نه وروسته د جلریز په ولسوالۍ کې د افغان قواو او د طالبانو ترمنځ جگړه روانه ده.

په جلریز کې د جمعې د ورځې راهیسې دغه سخت جنگ پیل شویدی مگر په دغه ولسوالۍ کې د څو امنیتي پوستو د سقوط نه وروسته پرون د جنگ شدت زیات شوی و.

د جلریز ولسوال نقیب الله حیدري امریکاغږ ته ویلي دي چې په شروع کې د افغانستان قواوو د طالبانو سره د لس ورځنې اوربند احترام کاوه مگر اوس د افغانستان د مسلح قواوو جنگي الوتکو د طالبانو په مورچو بمبارۍ شروع کړیدي او ولسمشر هم هدایت کړیدی چې په دښمن دې رحم و نشي.

د افغانستان د دفاع وزرات هم ویلي دي چې د دهشتگرو په مورچو باندې د هوایی قواوو په حملو کې د طالبانو د دوو قوماندانو په شمول ٢٥ دهشتگر وژل شویدي. مگر تروسه پورې لا دا نده معلومه چې په دغه جنگ کې څومره افغان عسکر وژل شوې یا زخمي شویدي.

د افغانستان حکومت د روژې د میاشت په ٢٧ د اختر لپاره د اوربند اعلان وکړ او بیا ورسته یې دغه اوربند نور هم وغځاوه. طالبانو د اختر په دریمې ورځې خپل عملیات پیل کړل.

په ولسي جرگې کې د میدان وردگ د ولایت استاځي غلام حسن ناصري امریکا غږ ته ویلي دي چې شاوخوا ١٦ پوستې طالبانو ته پرته د مقاومته تسلیم شویدي او د دغو پوستو ټولې وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د میدان وردگ ځینې چارواکو د نوم د نه څرگندولو په شرط امریکا غږ ته ویلي دي چې د جلریز په ولسوالۍ کې د ١٣ امنیتي پوستو ساتونکو په دی دلیل چې طالبانو د ملکیانو نه د انساني سپر په توگه اسفاده کوله، د جنگ په شروع کې د خپلو وسلو او مهماتو سره طالبانو ته تسلیم شو.

په عین وخت کې د میدان وردگ د والي ویاند امریکا غږ ته ویلي چې د جلریز په ولسوالۍ کې د هغه یو بم په چاودنه کې لس تنه وژل شویدي چې طالبانو خښ کړی و.

د جلریز ولسوالي د دوهمې لوی لارې په سر پرته ده چې کابل د افغانستان د مرکزي ولایتونو ډایکنډي او بامیانو سره نښلوي.

XS
SM
MD
LG