د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني وايي د بیان پر آزادۍ معامله نه شي کیدای


ولسمشر غني په یو ویدیویي پیغام کې د کابورا پرودکشن او طلوع تلویزون په کارکوونکو باندې ځانمرګی برید په کلکو ټکیو غندلی او ویلي یې دي چې د بیان آزادي د معاملې وړ نه ده او هغې ته باید په اساسي توګه درناوی وشي.

ښاغلی غني وایي "دغه خاینانه حمله یواځې زمونږ پر خبریالانو باندې نه و بلکې زمونږ پر اساسي قانون او لوړو ارزښتونو باندې برید و. "

ښاغلی غني وایي چې مونږ په دې برید کې وژل شوي خبریالان " د افغانستان د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت په شان د آزادۍ د لارې شهیدان ګڼو او دولت ژمن دی چې د کورنیو سره یې مرسته وکړي. "

د تیرې چهارشنبې په ورځ په کابل کې د موبي د ګروپ د کابورا پرودکشن او طلوع تلویزیون د کارکوونکو پر یو بس موټر باندې په ځانمرګي برید کې اوه کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۹ تنه ټپیان شول.

د ښاغلي غني پیغام دلته اوریدای شئ:

د ولسمشر غني ویدیویي پیغام
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:23 0:00

ددغه برید مسولیت طالبانو پرغاړه اخیستی دی. ددې برید څخه څو ساعته وروسته د افغانستان جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې په سختو الفاظو سره هغه وغانده، خو نن د جمعې په ورځ د افغانستان جمهور رییس په یو ځانګړي ویډیویي پیغام کې یو ځل بیا دغه برید په ټینګه وغانده او د قربانیانو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړه.

جمهور رییس غني په دې پیغام کې د افغانستان ولس ته وویل چې د بیان آزادي زموږ په اساسي قانون کې تضمین شوی ده

ښاغلي غني وویل چې " زمونږ ژمنه د دولت په حیث او زما شخصي ژمنه د افغانستان د ولسمشر په توګه داده چې د بیان آزادي د عاملې وړ نه ده او په اساسي توګه باید ورته درناوی وشي او هغه عملي شي."

XS
SM
MD
LG