د لاس رسي وړ اتصالات

اشرف غني: افغان قواوې د امنیت انتقال ته چمتو دي


اشرف غني: افغان قواوې د امنیت انتقال ته چمتو دي
اشرف غني: افغان قواوې د امنیت انتقال ته چمتو دي

افغان دولت وایي ددې لپاره چی د ۱۳۹۰ کال په پای کې د هیواد امنیتي ځواکونه د افغانستان امنیت پخپله وساتي پوره تیاری نیول شوی دی.

د انتقال د بهیر د چارو لپاره د ځانګړی کمیسیون مشر اشرف غنی احمدزی وایی اوس مهال ۲۰ ملیارده ډالره د پوځونو د سمبالولو او روزلو لپاره اماده لري.

د دوی په وینا په هغو ولایاتو کی چی د انتقال لپآره نومول شوی دی لازمه تدابیر نیول شوی دی

بهارت صابر په دی اړه یو راپور لری

افغان ځواکونوو ته د هیواد د امنیتی مسولیت د سپارنی د کمیسیون مشر ښاغلی اشرف غنی احمدزی وایي د چنګاښ په میاشت کی د هیواد امنیتی مسولیت اخیستنی ته د پوځونو د روزنې او سیمو کی د امنیتی تدابیرو له نظره پوره تیاری نیولی شوی دی.

ددی کمیسیون مشر وایی همدا اوس د افغان پوځونو د روزنی او سمبالولو لپاره ۲۰ ملیارده دالره ځانګړی شوی دی.

له بلی خوا ښاغلی اشرف غنی وایی د مسولیت د انتقال لپاره د هغو ۷ ځانګریو شویو سیمو امنیتی وضعیت، د سیمی نفوس او د مخالفو ځواکونو سره د افغان ځواکونو تعادل په نظر کی ساتل شوی دی او دی ته هم پوره پوره پاملرنه شوی ده چی د بهرنیو ځواکونو د وتنی په صورت کی کوم ګامونه باید اوچت شی تر څو دا سیمی دوهم ځلی د مخالفینو تر ګواښ لاندی رانشي.

افغانانو ته ددوی د هیواد امنیت ساتنی نه وروسته به بیا هم نړیواله ټولنه د افغانستان سره د ستراتیږیکو اړیکو درلودونکی وی خو د دی اړیکو څرنګوالی به د افغانانو له خوا او ددوی په خوښه تثبیتیږی

دا په څو څو واری د افغان ولسمشر له خوا په داګه شوی چی د نوری نړی سره به د افغانستان اړیکی هیڅکله د ګاونډیانو سره ددی هیواد پر اړیکو سیوری وانه چوی او افغانستان به هیڅ کله د ګاوندیانو پر ضد د تروریستی فعالیتونو مرکز ونه ګرځي.

ښاغلی اشرف غنی په دی هکله وایی د ولسمشر په پرونی خبرو کی هم دا یادونه وشوه چی که چیری په دی هیواد کی سوله او تیکاو را منخته شی نو دا به د اقتصادی ودی لپاره د سیمی هیوادونو به ګټه هم وي.

د ښاغلی اشرف غنی په وینا اوس مهال افغاتنستان د یوی سیمه اییزې همکارﺉ په لور ورځی او دا هیواد د مرکزی اسیا او نوری نړی د هیوادونو تر منیخ د یو پله حیثیت لری چی د افغانستان پرته .به د ددی هیوادونو اقتصادی ښه او پراخه وده هم ناشونی وی او دوی به ونه کړای شی د یو پراخ اقتصاد په لوری ورشی

په افغانستان کی د امریکی د پوځی اډو شتون او ددی هیواد سره اړیکی هغه څه دی چی د افغانستان د ملی ګتو پر اساس به سنجول کیږي.

د بهرنیانو نه افغانانو ته د امنیتی مسولیت سپارنه به د روان کال د چنګاښ د میاشتی په اخر کی پیلیږی او د ولسمشر په وینا به د دی هیواد پوځی او امنیتی ځواکونه د دریو کالو په اوږدو کې د خپلی خاورې بشپړه ساتنه پر غاړه اخلي.

XS
SM
MD
LG