د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام ته په سپکاوي تورنه پاکستانۍ مسیحۍ کاناډا ته ولاړه


اسیه بي بي اسلام ته په سپکاوي تورنه وه

راپورونه وايي چې اسلام ته د سپکاوي په تور محکومه شوې مسیحۍ اسیه بي بي له پاکستان څخه وتلې ده.

د هغې مدافع وکیل سیف الملوک منلې ده چې اسیه بي بي کاناډا ته تللې ده. په خپله سیف الملوک هم له ویرې پاکستان څخه وتلی و.

اسیه بي بي اسلام ته د سپکاوي په تور په اتو کلونو بند محکومه شوې وه خو تېر کال د پاکستان سترې محکمې ورته برات ورکړی وو.

د سترې محکمې له دغې پرېکړې وروسته په پاکستان کې یو شمېر تندلارو ډلو مظاهرې وکړې او د اسیه بي بي د اعدام غوښتنه یې وکړه.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر "جرمي هنت" په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې دا ښه خبره ده چې اسیه بي بي له پاکستان څخه وتلې ده.

د اسیې بي بي مېړه عاشق مسیح له برتانیا، کاناډا، ایټالیا او امریکا څخه د پناه غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG