د لاس رسي وړ اتصالات

د آسیا جام سیالیو کې بنګلادیش سریلانکا ته ماتې ورکړه


د بنګلادیش لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته د توپ وهنې پریکړه وکړه چې د ځینو په باور ښایي سمه پریکړه نه وه. په لومړي سر کې همداسې ښکاریده ځکه چې د بنګلادیش د سر دوه لوبغاړي په صفر وسوځیدل.

خو وروسته بیا شبیر رحمان هر څه بدل کړل. هغه په پنځه شپیتو توپونو اتیا رنزونه وکړل چې د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو. د بنګلادیش لوبډلې په شلو اورونو کې ۱۴۷ رنزونه وکړل.‌

د سریلانکا د لوبډلې پیل ښه و خو وروسته رنزونه جوړول ګران شول او په همدې خاطر د سریلانکا اته لوبغاړي وسوځیدل او یوازې یو سل او څلورویشت رنزونه یې وکړل.

دا په روانو سیالیو کې د بنګلادیش د لوبډلې دویم بری دی. بنګلادیش د عربي متحده اماراتو لوبډلې ته هم ماتې ورکړیده او اوس د نمرو په جدول کې په دویم مقام کې ده.

د هند لوبډله چې تر دې دمه یې دوه لوبې کړي او دواړه یې ګټلي،‌ په لومړی مقام کې ده.‌ راتلونکې لوبه سبا د فبروري د میاشتې په نهه ویشتمې د پاکستان او د عربي متحده اماراتو د لوبډلو تر منځ کیږي.‌

پاکستان خپله لومړنۍ لوبه د هند په لوبډلې بایللې ده.

XS
SM
MD
LG