د لاس رسي وړ اتصالات

سروې: افغانان د امنیتي اندیښنو سربېره راتلونکي ته خوشبینه دي


د اسیا فاونډیشن په یوه تازه سروې کې اکثره افغانان وایي چې هیواد یې په سم لورې روان دی.

یوه تازه سروې چې د اسیا فاونډیشن د افغانستان په ٣۴ ولایتونو کې د شاوخوا لسو زرو افغانانو سره کړیده، اکثره افغانان وایي چې هیواد یې په سم لورې روان دی.

په سروې کې د امنیت او اقتصاد په هکله اندیښنه هم ښودل شویده او گڼ شمیر برخه اخیستونکو ویلي دي چې که وس یې ولري نو بل کوم هیواد ته به لاړ شي.

د اسیا فاونډیشن دغه سروې د ٢٠٠۴ کال راهیسې کوي او تراوسه پورې یې د شاوخوا ٩۴٠٠٠ تنو نه پوښتنې کړیدي چې پکې ښځې سړي او د افغانستان د هر قومیت سره تعلق لرونکي شامل دي. په دغه سروې کې د افغانستان د امنیت، مطبوعاتو، د ښځو او مهاجرت د مسلو په هکله پوښتنې شویدي.

دغه سروې ښیي چې دا اوس وخت په افغانستان کې د عمر اوسط لوړ شویدی او د تعلیم کچه ( په خاصه توگه د جینکو د تعلیم کچه ) زیاته شویده.

په افغانستان کې د اسیا فاونډیشن استاځي عبدالله احمدزي د سروې د نتایجو په هکله وویل "څرگنده ده چې افغانان ښه راتلونکی غواړي او د دې کال د سروې نتایج ښیي چې په ملک کې د امنیت د وضع او د کارونو د نشوالي پرته خلک راتلونکي ته خوشببینه دي.

هغه زیاته کړه "او په خاصه توگه چې دې ته پام وشي چې افغانان کومې برخې زیاتې اهم گڼي. تعلیم، زراعتي پرمختگ، امنیت، د ودانیو، سړکونو او نوي ښارونو جوړول داسې څه دي چې ډیرو افغانانو یې په هکله خوشبیني څرگنده کړیده."

د ٢٠١٦ کال په پرتله د ٢٠١٧ سروې ښیی چې په حکومتي ادارو او په امنیتي ځواکونو د خلکو د اعتماد کچه لوړه شویده.

د سروې مهم ټکي

۸.۷ میلیونه افغان ماشومان ښوونځیو ته ځي چې ۳۹٪ یې نجونې دي.

د ۲۰۰۰ کال په پرتله د افغانانو د عمر اوسط له ۴۵.۳ څخه ۶۰.۷ ته پورته شو.

۳۲.۸ فیصده افغانان په دې باور دي چې هېواد یې په سم او ۶۱.۲ نور یې بیا فکر کوي چې هېواد یې په غلط لوري روان دی.

۸۰.۲ فیصده کسانو ویلي چې د خپل امنیت په اړه اندېښمن دي.

شاوخوا ۷۰.۶ په سلو کې افغانانو چې ۷۶.۸ فیصد یې په کابل کې پوښتل شوي، ویلي چې بیګاري د ځوانانو لپاره تر ټولو لویه ستونزه ده.

٣٨.٨ فیصده افغانان وایي چې که وس ولري نو بل یو هیواد ته به مهاجرت وکړي.

د سږکال په دغې سروې کې په ۳۴ ولایتونو کې ۱۰۰۱۲ کسان پوښتل شوي.

د اسیا فاونډیشن دغه سروې په داسې وخت کې کړیده چې په افغانستان کې د وسله والو حملې زیاتې شویدي. لدی سره چې د امنیت په وضع کې لږ څه ښه والی راغلی دی، افغانستان اوس هم په سیمې کې د ترټولو نه زیات بی امنه ملک دی او په نړۍ کې د ترهگرۍ نه په اغیزمن شوو ملکونو کې په دوهم لمبر دی.

XS
SM
MD
LG