د لاس رسي وړ اتصالات

سروې: افغانانو کې د طالبانو ملاتړ په کمېدو دی


سروې: افغانانو کې د طالبانو ملاتړ په کمېدو دی
سروې: افغانانو کې د طالبانو ملاتړ په کمېدو دی

د عامه نظریاتو یوه نوې سروې وايي چې له طالبانو سره د افغانانو ملاتړ ډېر کم شوېدی. دغه سروې چې نن د سه شنبی په ورځ په امرېکا کې د اسیا فونډېشن له خوا چې یوه غیر انتفاعي او علمي موسسه ده خپره شوه.

سروې وايی چې که څه هم د افغانانو په منځ کې د وسله والو طالبانو ملاتړ کم شوی خو ورسره د ناامنۍ او نه خوندیتوب احساس ډېر شوی دی. دا رپوټ وایی په سلو کې ۸۲ پوښتل شوي افغانان د دولت له وسله والو مخالفانو سره د پخلاینې او په ټولنه کې یی د یو ځای کېدو ملاتړ کوي.

نظرپوښتنه ښيي چې د طالبانو سره د خواخوږو شمېر کم شوی دی. سږکال اکثرو افغانانو ویلي چې د دوی په ورځني ژوند کې تر ټولو لویه ستونزه، بېکاری او اداري فساد دی. دا دواړه په سروې کې د ګډون کوونکیو له خوا د افغانستان سترې ستونزی بلل شوي دي.

د افغانستان په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې بیا اوسيدونکو ویلی چی، ناامني ددوی لویه ستونزه ده. ډېرو ویلي چې دیموکراسي په افغانستان کې اغېزمنه نه ده. په سلو کې ۷۱ ویلي چې له یوې سیمې بلې ته د سفر په مهال وېره احساسوي. شاوخوا نیمايي پوښتل شویو کسانو، پولیس او اردو غیرمسلکي بللي او ویلي یې دي چې دوی ښه نه دي روزل شوي.

افغانستان په کومه خوا روان دی؟

سروې: افغانانو کې د طالبانو ملاتړ په کمېدو دی
سروې: افغانانو کې د طالبانو ملاتړ په کمېدو دی

په دغه نظرغوښتنه کې،په سلو کې ۴۶ کسانو ویلي دي چې ددوی هېواد په سمه لاره روان دی. خو په سلوکې ۳۵ کسان ددوی له دغې ارزونې سره مخالف دي.

دا فیصدي دنارضایتی غټ شمیر څرګندوی په تیره له هغه وخت راهیسې چې دغی ادارې خپلې سروی ګانې دافغانستان په برخه کې شروع کړیدي. د اسیا فونډېشن ادارې خپله اوله سروې د افغانستان په برخه کې په ۲۰۰۴ م کال کې کړی وه.

په سروې کې ګډون کونکیو ویلي دي چې د څښلو پاکو اوبو د موجودیت ، ښوونی اوروزنی او روغتیايي اسانتیاو په برخه کې پرمختګ راغلی دی.

په دغه سروې کې تر شپږ زرو نه زیاتو افغانانو دروان کال د جولای په میاشت کې برخه اخېستی وه او د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې سرته رسېدلی ده. په دې کې یو څو سیمې چې ډېرې خطرناکی ګڼل کېدلی ، له سروې نه بهر پاتی شوېدی. په سروی کې هغو کسانو چې ویلي یې دي دا هېواد په ناسمه لاره روان دی هغوی خپل اصلي دلیل روان تشدد ښودلی دی.

په سروې کې په سلو کې ۲۲ کسانو ویلي دي چې ددوی د کورنی یو غړی، په تېر کال کې د تشدد ېا جرم ښکار شویدی.

په سروې کې داهم معلومه شوه چې ښځو ته ور ترغاړې ستره ستونزه بې تعلیمي ده. په سلوکې ۲۵ کسانو داخبره کړې ده. په سلو کې ۱۵ کسانو د حقوقو نشتوالی ښودلی دی او په سلو کې ۹ فیصده کسانو کورنی تشدد او په زوره واده ته اړکول ښودلي دي.

XS
SM
MD
LG