د لاس رسي وړ اتصالات

ملگرو ملتونو عاصمه جهانگیر ته د بشري حقونو جایزه ورکړه


ملگرې ملتونو د ٢٠١٨ کال د بشري حقونو جایزه د پاکستان د بشري حقونو فعالې او وکیلې عاصمه جهانگیر ته ورکړیدی. عاصمه جهانگیر سږ کال د فرورۍ په ١١ وفات شویده.

ملگري ملتونه هر پنځه کاله وروسته دغه جایزه یو داسې کس ته ورکوي چې د بشري حقونو په لړ کې یې د پام وړ کارونه کړي وي.

د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ مشرې ماریه فرینډا ایسپي پخپل ټویټ کې دغه اعلان وکړ. هغې ولیکل چې د پاکستان عاصمه جهانگیر، د تنزانیې د یوې غیر دولتې موسسې مشره بانې ربیکا، د برازیل وکیله جوینا وپچینا او د ایرلینډ د بشري حقونو یوې موسسې فرنټ لاین دغه جایزه گټلې ده.

هغې په خپل ټویټ کې زیاته کړه چې هغه په ډیر ویاړ د بشري حقونو د مبارزې په لړ کې د دغو کسانو د خدمتونو او کار نه مننه کوي.

عاصمه جهانگیر چې دغه جایزه ورته د مړینې نه وروسته ورکول کیږي، په پاکستان کې د بشري حقونو او په خاصه توگه د ښځو او د اقلیتونو د حقونو لپاره یې قوي مبارزه کړیده.

اغلې جهانگیر په پاکستان کې پرته د محاکمو د خلکو د قتلونو په ضد هم کلکه مبارزه کړې وه. هغه د ٢٠٠۴ کال نه واخله د ٢٠١٠ کاله پورې د مذهب د ازادۍ لپاره د ملگرو ملتونو خاص استاځې وه.

اغلې جهانگیر د مړینې نه څو ورځې مخکې د پښتون تحفظ تحریک د اسلام اباد په لمړنۍ غونډې کې گډون کړی و. هغې په دغه غونډه کې ویلي و چې د باچا خان د فکر پرته پاکستان نامکمله دی او دا چې د پښتنو او بلوڅانو سره په پاکستان کې ناروا چلند کیږي.

XS
SM
MD
LG