د لاس رسي وړ اتصالات

عطا نور د حکومت پر ضد د "اعتراضاتو" غوښتنه وکړه


عطا نور د جمعیت اسلامي د ګوند اجرایي مشر دی

د جمعیت اسلامي د ګوند اجرايي مشر عطا محمد نور وايي د جوزا له اولې نېټې وروسته افغان حکومت "نامشروع" دی.

هغه له خپلو پلویانو غوښتي چې له روژې وروسته په کابل او نورو ولایتونو کې لاریونونه پيل کړي. هغه په یو ویدیويي پيغام کې له خپلو پلویانو غوښتي چې د حکومت پر ضد دې یو "ستر ملي حرکت پيل" کړي او په دې برخه کې دې " په خپلې پریکړې کې جدي او قاطع اوسي". هغه د افغانستان له امنیتي ځواکونو هم غوښتي چې د حکومت ننګه دې نه کوي.

د افغانستان د اساسي قانون د ۶۱ مادې له مخې د ولسمشر کاري دوره سږکال د جوزا په لومړۍ نیټه ختمیږي، خو اساسي قانون دا هم وايي چې د ولسمشر د کاري دورې تر ختمېدو ۳۰ یا ۶۰ ورځې مخکې دې ولسمشریزې ټاکنې تر سره شي.

د ښاغلي نور تر څرګندونو مخکې د ولسمشرۍ د ټاکنو د نوماندانو ۱۲ کسیزې شورا هم ویلي وو چې د جوزا له لومړۍ نیټې وروسته د ښاغلي غني حکومت "مشروعیت" نلري.

خو افغان حکومت وايي چې د سترې محکمې د پرېکړې په اساس او د هېواد د نافذه قوانینو له مخې اوسنی حکومت لا هم قانوني او مشروع دی. د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي ویلي وو"د اساسي قانون د تفسیر یوازینۍ مرجع د افغانستان د اسلامي جمهوریت ستره محکمه ده. افراد، اشخاص او بنسټونه په خپله خوښه قانون نشي تفسیرولی. همدغه راز د افغانستان د انتخاباتو د قانون د ۱۰۴ مادې شپږمه فقره د انتخاباتي چارواکو په اړه صراحت لري. "

د افغانستان سترې محکمې څه موده مخکې د ولسمشر غني د کار موده د جمهوري ریاست تر انتخاباتو او د انتخاباتو د نتایجو تر اعلان پورې وغځوله. د سترې محکمې دلیل د اساسي قانون ۱۰۴ ماده وه چې وايي کله چې انتخابات ځنډول کیږي د انتخاباتي بنسټونو غړي دې تر نورو ټاکنو پورې خپلې دندې روانې ساتي.

عطا نور پداسې حال کې د حکومت ضد لاریونو غږ کوي چې د هغه د جمعیت اسلامي ګوند پخپله د حکومت یوه برخه ده او د حکومت اجراییه رئیس عبدالله عبدالله هم د همدې ګوند عمده غړی دی.

ښاغلي نور تر دې مخکې د بلخ د امنیه قوماندان د بدلولو په اړه هم د مظاهرو ګواښونه کړي وو، چې بیا ونشوې.

XS
SM
MD
LG