د لاس رسي وړ اتصالات

په بغلان کې د عبدالله عبدالله د موټرو پر کاروان باندې برید شوی


د افغانستان امنیتي مقاماتو تائید کړې چې د جمهوري ریاست د یو کاندید عبدالله عبدالله د موټرو په کاروان په بغلان کې برید شوی.

د بغلان ولایت د پولیسو د قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت، وویل چې دغه برید د پلخمري ښار په څنډه کې د "کیلگي په دښته" کې شوی دی، خو په کې چا ته زیان ندی رسیدلی.

ښاغلي عبدالله تیره ورځ له خپلو پلویانو وغوښتل چې د انتخاباتو کمیسیون ته اجازه ورکړي چې په اوه ولایتونو کې رای بیا وشمیري.

ددغه تصمیم وروسته ښاغلی عبدالله نن شنبه د دسمبر ١۴ د افغانستان یو شمیر شمالي ولایتونو ته سفر وکړ چې د خپلو پلویانو سره له نږدې وگوري.

په اوو ولایتونو کې انتخاباتي مرکزونه د رایو د بیا شمیرلو په بهیر کې د ٣٠٠ زرو جنجالي رایو د شاملولو په غبرگون کې تړل شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د ښاغلي عبدالله د موټرو په کاروان د ډزو ادعا نده کړې.

XS
SM
MD
LG