د لاس رسي وړ اتصالات

ملگرو ملتونو د اسټرالیا د مهاجرینو پالیسي وغندله


هغه مهاجرین چې قانوني اسناد نه لري او د سمندر د لاری اسټریلیا ته د پناه اخیستو لپاره راځي ، د اسټریلیا چارواکي یې د جنوب پاسیفک د پاپوا نیو گیني او ناورو کې د مهاجرینو په مرکزونو کې ساتي. دا وخت په دغه مرکزونو کې په سلگونو تنه موجود دي.

په ژنیو کې د دغو مهاجرینو په مسئلې باندي د سلو نه زیاتو هیوادونو د اسټریلیا په پالیسۍ سخت انتقاد کړیدی. ډیرو هیوادونو په کینبیرا غږ کړیدی چې په دغو مرکزونو کې د موجودو ماشومانو لپاره په خپله پالیسۍ کې نرمښت راولي.

په ژنیو کې د امریکا استاځي دیویا کهوسله واېي چې اسټریلیا ته پکار ده چې د دغو مهاجرینو سره سم چلند وکړي. هغې وویل چې مونږ اسټریلیا هڅوو چې د دغو مهاجرینو سره سم چلند وکړي، د هغوي درناوې وکړي او بشري حقوق یې په پام کې ونیسي. په دې کې هغه خلک هم شامل دي چې په په پا پوا نیو گیني او نارو کې د مهاجرینو په مرکزونو کې پراته دي.

د اسټریلیا چارواکي مک گلن په ژنیو کې د مهاجرینو په هکله وویل چې د دغو سختو پالیسیو له کبله اوس خلک خپل ژوند په خطر کې نه اچوي چې د سمندر په خطرناکه لاره په کښتیو کې به یې اسټریلیا ته ځانونه رسول. او په دې ډول په انساني قاچاقبرانو باندي هم فشارونه زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG