د لاس رسي وړ اتصالات

بشرې حقوقې ډلي: استرالیا د مهاجریت قوانین نه مراعاتوي


د استرالیا حکومت د یوه کال راهیسي د هغو پناه غوښتونکو د مخنیوي لپاره چې د کښتیو د لاری هغه هیواد ته راځي، د خپل سرحد د کنټرول دپاره سخت گامونه پورته کړی.

د آزاد سرحد عملیاتو په نامه، دغه عملیات چې د اسټرالیا پوځ یی مشري کوي، د بشري حقوقو ډلو ورباندی انتقاد کړی دی او ادعا کوي چې اسټرالیا د مهاجرینو نړیوال مسولیتونه نه پرځای کوي.

د پاپا نیوگنې د مانوس د مهاجرینو مرکز
د پاپا نیوگنې د مانوس د مهاجرینو مرکز

تیرکال کله چې د استرالیا محافظه کارو فیډرالې ایتلاف انتخابات وگټل، نو صدراعظم ټوني ابوټ ژمنه کړی وه، چې د هغه حکومت به د هغو مهاجرینو مخه ونیسې چې د کښتیو د لاری دغه هیواد ته راځي.

د آزاد سرحد په نامه دغه عملیات د ٢٠١٣ یم کال د اکتوبر په میاشتې کې پیل شوي دی.

پوځ ته امر ورکړل شوی چې د اسټرالیا په شمالې سمندر کې د مهاجرینو د راتگ کښتې یا د رسۍ په واسطه راکښ کړي او یا دی بیرته واستول شی. حکومت واېې، دا کار ېې له دی وجې کړې چې د انسانې قاچاق مخه ونسي او د اسټرالیا سرحدونه خوندی کړی.

د اسټرالیا د مهاجرینو وزیر سکاټ موریسن وویل، چې تیره میاشت پوځ لسگونه کشتې بیرته پرشا کړی دي. هغه وویل، چې دی پدې کلک مطمین دی چې هر پناه غوښتونکې ېې په خوندی توگه بیرته انډونیزیا ته استولې دی. د یادوینې وړ ده چې انډونیزیا د هغو مهاجرینو چې اسټرالیا ته ځي مشهوره مرکز دی.

هغه کسان چې د اسټرالیا بحري سمیې ته ځانونه راورسوي، د پاپا نیوگنې د مانوس او نارو ټاپو گانو د پروسې په مرکزونو کې توقیف کیږی.

چارواکې واېي که څه هم د مهاجرت پالیسي ېې سخته کړی خو دا بیا هم مهاجرین د راتگ څخه نه راگرځوي. د اسټرالیا حکومت واېي دوی دغه کسان دې هیواد ته د راتگ لپاره په خطرناکو سمندرونو کې خپل ژوند په خطر کې اچوي چې دوی ددې کار مخه نیسي.

خو د بشری حقوقو دلې بیا واېې، د ازاد سرحدونو عملیات یو ظالمانه پالیسي ده، باید چې بیا کتنه پرې وشي.

ددی پالیسي پرضد په ټولې استرالیا کې په سلگونو کسانو په مظاهرو او لاریونو کې برخه اخیستي دي.

له بلې خوا تیره میاشت، کینبرا د کمبوډیا هیواد سره یو تړون لاسلیک کړی چې د نارو ټاپو څخه به مهاجرین هغه هیواد ته وراستوي. اسټرالیا د نړیوالو موافقو پراساس هرکال ١٣٠٠٠ د مهاجریت ویزی ورکوي.

د ١٩٥٠ راهیسې په سلگونو زره مهاجرینو ته په اسټرالیا کې ځاي ورکړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG