د لاس رسي وړ اتصالات

شپیته پناه غوښتونکي چې افغانان هم پکې دي، وموندل شول


د استرالیا د مهاجرینو د چارو یوې ډلې د اندونیزیا د بالي په ټاپو کې د هغو 60 پناه غوښتونکي سره اړیکې ټینګې کړیدي چې دا اندیښنې وې چې د هغوي کښتۍ په سمندر کې ډوبه شویده.

پدغو شپیتو کسانو کې د افغانستان د هزاره توکم ځیني کسان هم شته چې اوس په اندونیزیا کې د بندی کیدو ویره یې هم شته.

د استرالیا چارواکي وایي هغوي هیله لري چې دغه کسان به وژغوري. د پناه غوښتونکو د دغې کښتۍ سره د پنجشنبې د شپې نه وروسته ټولې اړیکې قطع شوې او چارواکو وویل چې د جمعې د ورځې تر سهاره د بیړۍ درک ونه لګید.

وروسته بیا د پناه غوښتونکو کښتۍ چې د ماشومانو په شمول 60 کسان پکې سپاره ؤ، د بالي د ټاپو د سامباوا په څنډې کې ولیدل شوه.

این رینټول چې د استرالیا د مهاجرینو په ایتلاف کې کار کوي، وایي چې د جمعې د ورځې مازدیګر ؤ چې د پناه غوښتونکو د همدغې کښتۍ نه ورته زونګ ووهل شو. رینټول وایي چې د تیلفون د راتګ نه وړاندې یې هیڅ تمه نه درلوده چې پناه غوښتونکي به ژوندي وي.

" نه، د هغوي کښتۍ نده ډوبه شوې. د کښتۍ نه لس دقیقې وړاندې مونږ ته تیلفون وشو. د هغوي کښتۍ اوس هم د اوبو پر سر ده خو لاره یې ورکه کړیده. مونږ هیڅ هیله نه درلوده چې هغوي به ژوندي وي ځکه چې د دوه بجو نه راپدیخوا مونږ د هغوي په اړه څه نه ؤ اوریدلي. خو لږه شیبه وړاندې د کښتنې نه مونږ ته زنګ راغی. د هغوي د کښتۍ ماشین کار پریښی او اوس مرستې ته اړتیا لري. "

د پناه غوښتونکو سره یوازې اړیکه ټینګه شویده او چارواکي اوس په سمندر کې د هغوي د کښتۍ پسې لټون پیل کړیدي چې اصلي موقعیت یې پیدا کړي.

په زر ګونه پناه غوښتونکي هر کال د اندونیزیا نه استرالیا ته د سمندر له لارې دغه خطرناکه سفر په ځآن مني او دا ټول پدې هیله کوي چې په استرالیا کې به ورته پناه ورکړل شي. زیاتره پناه غوښتونکي د افغانستان، پاکستان او ایران اوسیدونکي وي.

اندونیزیا د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو د مهاجرت د کنوانیسون غړی ندی او په همدې خاطر ډیری وخت هغه پناه غوښتونکي یا بندیان کوي او یا یې بیرته خپلو هیوادونو ته استوي چې د پناه غوښتلو په نیت غواړي چې استرالیا ته سفر وکړي.

د اسټرالیا په حکومت باندې پدې د څو کالونو راپدیخوا پدې خاطر انتقاد کیږي چې د اندونیزیا د چارواکو نه یې غوښتلي دي چې پناه غوښتونکي دې استرالیا ته نه پریږدي او همالته دې د هغوي د پناه غوښتنې په چارو باندې کار وشي.

ښاغلی این رینټول یو ځل بیا وایي هغوي تر اوسه پدې نه پوهیږي چې د اوسنۍ کښتۍ د پناه غوښتونکو سره به څه وشي.

" که د اندونیزیا چارواکي هغوي وژغوري نو همالته یې بندیان کوي. مونږ په اندونیزیا کې د پناه غوښتونکو د وضعیت په اړه اندیښنه لرو ځکه چې د استرالیا حکومت په هغوي فشار اچوي چې په سمندر کې د پناه غوښتونکو پسې وګرځي او دیته یې پرېنږدې چې استرالیا ته راشي. "

د همدې تیرې یکشنبې په ورځ د سنګاپور یوې کښتۍ تقریباً 120 تنه پناه غوښتونکي چې زیاتره پکې افغانان او ایرانیان وو د ډوبیدو نه وژغورل ځکه چې د هغوي کښتۍ چې د لرګیو نه جوړه شوې وه، په سمندر کې ډوبه شوې وه.

دغه پناه غوښتنکي د دوه ورځو لپاره د کښتنۍ نه ښکته کیدل او پدې یې ټینګار کاوه چې باید استرالیا ته ولاړ شي ځکه چې هلته یې حقوق ښه خوندي دي.

د تیر کال د ډسمبر په میاشت کې هم د پناه غوښتونکو یوه کښتۍ چې تقریباً 250 تنه پناه غوښتونکي پکې سپاره وو، په اندونیزیا کې په سمندر کې ډوب شول او یوازې 47 تنه یې ژوندي پیدا شول. زیاتره پناه غوښتونکي بیا هم افغانان او ایرانیان وو.

XS
SM
MD
LG