د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا ته د روانو مهاجرو کښتۍ غرقه شوې


استرالیا ته د روانو مهاجرو کښتۍ غرقه شوې
استرالیا ته د روانو مهاجرو کښتۍ غرقه شوې

د استرالیا ماموران وايي د لرگو یوه کښتۍ چې په دغه هیواد کې د سیاسي پناه د اخیستلو لپاره گڼ شمېر مهاجرېن په کی سپاره وو، ننددغه هېواد په ېوه لېری پراته ټاپو کی دساحل سره نژدی ډوبه شوې ده. یو زیات شمېر مهاجرین په دغه پېښه کې مړه دي او ۴٢ کسان ژغورل شوي دي.

د استرالېا گمرکي چارواکي وايي چې کېښتئ د مهاجرو نه د خولې پورې ډکه وه. تر اوسه پورې ٢٧ مړي رایستل شوي دي.

دغه ناوړه پېښه د استرالېا د کرسمس نومې ټاپو سره رامنځ ته شوه چې د هند په سمندر کې د استرالیا شمال لویدیځ ته څو سوه کیلومتره لرې موقعیت لري.

د استرالیا د گمرک ماموران وايي لومړی اټکل کېده چې ٧٠ تنه به په دغه کښتۍ کې سپاره شوي وو. کښتۍ په توپاني اوبو کې د سمندر د ډبرو سره ټکر کېدلو نه وروسته ډوبه شوه. یو شمېر کسان چې ژوندي پاتې شوي ډیر سخت ټپیان دي.

XS
SM
MD
LG