د لاس رسي وړ اتصالات

بدخشان کې د واورې د ښویېدو په پیښه کې اته تنه وژل شوي


د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې د ژمي په موسم کې واورې سړکونه او لارې بندوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، نن د پنجشنبې په ورځ سهار ( مرغومې ۲۷ مه) د بدخشان ولایت د راغستان په ولسوالۍ کې د واورې د ښویېدو په پيښه کې اته تنه کلیوال وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت سلاکار او ویاند ډاکټر وحیدالله مجروح د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې دا پیښه د راغستان ولسوالۍ د زرنداب په کلي کې نن سهار پیښه شوې ده.

د بدخشان ولایت په ګډون د افغانستان په څوارلس ولایتونو کې د تیرو شاوخوا دوو اونیو راهیسې په وقفوي ډول واورې او بارانونه شوي دي.

د بدخشان یو شمیر اوسیدونکي وايي، د واورو اورښت په دغه ولایت کې د ولایت د مرکز او یو شمیر ولسوالیو سره نښتې لارې هم بندې کړي دي.

XS
SM
MD
LG