جمهور رئیس حامد کرزي نن له زرهاو ماتم کوونکیو سره یو ځای د خپل ورور احمد ولي کرزي په جنازه کې ګډون وکړ. احمد ولي کرزی پرون د خپلې امنیتي ډلې د یوه غړي له خوا ووژل شو.
رپوټ وايي جمهور رئیس کرزي د جنازې د مراسمو په وخت کې په ښکاره وژړل او د احمد ولي د مړي له ښخولو نه مخکې یې د هغه مخ ښکل کړ.
د جنازې مراسم د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې سرته ورسېدل. مړی د هغوی په پلرني کلي کرز کې خاورو ته وسپارل شو.
پر ګلاب منګل مرګانی برید
چارواکي وايي چې د هلمند ولایت والي، ګلاب منګل په داسی حال کې چې جنازې ته روان و، له هغی چاودنې نه روغ ووت چې د سړک د غاړي د بم په واسطه وشوه.
احمد ولي کرزي د سه شنبی په ورځ په کندهار کې په خپل کور کې دخپلې امنیتي ډلې د اوږدې مودې د یوه غړي له خوا نه وویشتل شو او ووژل شو. دغه سړی چې سردار محمد نومیږي، د احمد ولی له وژلو نه وروسته د امنیتی ډلي د نورو غړیو له خوا نه ووژل شو.
طالبانو د احمد ولي کرزي د قتل مسوولیت په غاړه اخیستی دی خو افغان چارواکي وايي دا معلومه نده چې د احمد ولي کرزي وژنه د یاغیانو کار و او که د کورنیو دښمنیو سره تړاو لري.
پر احمد ولي کرزي برید کوونکی څوک و؟
چارواکي وايی چې سردارمحمد د ولي کرزي د اوږدې مودې ملګری و او دواړه د کرز اوسیدونکي وو. رپوټ وايي چې سردار محمد له احمدولی کرزي سره خصوصي مجلس درلود چې هغه یې په سر او سینه کې په ګولیو وویشت.
احمد ولي کرزی، د کندهار د ولایتي شورا ریس و او د کندهار په ډیرو با نفوذه او بارسوخه کسانو کې حسابېده.
پر احمد ولي کرزي باندې دا تور و چې په اداري فساد کې لاس لري. د تېر کال نومبر په مېاشت کې، د امریکا په یوه ډیپلوماتیک کیبل کې چې ویکیلیکس خپور کړی و، ویل شوي وو چې د احمد ولي کرزي په اړه اکثرا ویل کیږي چې په اداري فساد کې لاس لري او د مخدره موادو قاچاق کوي. خو احمد ولي کرزي دغه تورونه رد کړي وو.
په افغانستان کې د ناټو دقواو قوماندان ډېوېډ پیټریس د سه شنبې په ورځ وویل دی د احمد ولي کرزي قتل محکوموي او د ناټو قواوې به د افغانستان د حکومت ملاتړ وکړي چې هغه کسان عدالت ته راکاږي چې په دغه پېښه کې مسوول دي.
د اوباما ادارې هم د احمد ولي کرزي قتل په ډیرو سختو الفاظو محکوم کړیدی.