د لاس رسي وړ اتصالات

احمد ولي کرزی - په سیاست کې له مطرح کیدو تر مرګه


احمد ولي کرزی - په سیاست کې له مطرح کیدو تر مرګه
احمد ولي کرزی - په سیاست کې له مطرح کیدو تر مرګه

احمد ولي کرزی د سه شنبې په ورځ غرمه مهال پخپل کور کې ووژل شو. رسنیو وویل چې د سردار محمد په نامه یوه شخص هغه په سر او سینه په ګولیو وویشت.

وروسته وویل شول چې سردار محمد له پخوا له ښاغلي کرزي سره اړیکې لرې او ددغه د امنیت مشري یې هم کړې وه.

جمهور رئیس حامد کرزي د چهارشنبې په ورځ له زرهاو ماتم کوونکیو سره یو ځای د خپل ورور احمد ولي کرزي په جنازه کې ګډون وکړ.

جمهور رئیس کرزي د جنازې د مراسمو په وخت کې په ښکاره وژړل او د احمد ولي د مړي له ښخولو نه مخکې یې د هغه مخ ښکل کړ.

د جنازې مراسم د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې سرته ورسېدل. مړی د هغوی په پلرني کلي کرز کې خاورو ته وسپارل شو.

د ولي کرزي له وژل کیدو وروسته افغانان د هیواد د امنیت په اړه اندیښمن دي او د نورو دلیلونو تر څنګ د خپل هیواد د ناامنۍ پړه پر پاکستان اچوي.

د احمد ولي کرزي ژوند

احمدولي کرزی پنځوس کلن و، پنځه اولادونه یې درلودل. دی د جمهور رئیس کرزي کشر ورور و.

احمد ولي کرزی په ۱۹۶۱میلادي کال کې د کندهار ولایت د کرز په ولسوالۍ زیږیدلی. نوموړي د حامد کرزي په ګډون شپږ وروڼه او خویندې درلودې.

احمد ولي کرزی په ۲۰۰۱ کال کې بیرته کندهار ته ستون شو او په ۲۰۰۵ کې د کندهار د ولایتي شورا د غړي او بیا وروسته د همدې شورا د رئیس په توګه وټاکل شو.

په سیمه کې د هغه د نفوذ په وجه نوموړي ته نړیواله پاملرنه هم اوښتې وه. پر هغه د افغانستان د پارلمان په گډون د یو شمیر منابعو له لورې داسې تورنه لګول شوي وو چې د مخدره توکو په قاچاق کې لاس لري. خو جمهور رئیس حامد کرزي پر خپل ورور باندې داسې تورونه په وار وار رد کړي دي. په داسې حال کې چې د جورج بوش د حکومت په وخت امریکایي مقاماتو ویلي و چې د هغه په ضد موثق اسناد لري.

په تیر اپریل کې د کندهار د ولایتي شورا پر دفتر باندې د پنځو ځان وژونکو د برید په ګډون احمد ولي کرزی څو ځلې د ځان وژونکو بریدونو نه بچ شوی و.

هغه همداشان د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د خپل ورور حامد کرزي په ګټه په تقلب هم تورن شوی و. او په ۲۰۰۷ کال کې د امریکا سفیر رانالد نیومن هڅه وکړه چې احمد ولي کرزی بهر ته د افغانستان د سفیر په توګه واستوي تر څو د هغه او د هغه د ورور د حکومت پر ضد د سیاسي منفي اوازو مخنیوی وشي.

همداشان داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې هغه په ۲۰۰۹ کې د جمهوري ریاست د ټاکنو په ترڅ کې د طالبانو سره د یو موقتي اوربند په رامنځ ته کولو کې مهم رول درلود.

احمد ولي کرزي په کندهار کې له امریکایانو سره همکاري کوله خو د امریکا د استخباراتو په اداره سي ای ای کې د غړیتوب ادعاوی یې ردولې او ویل یې چې زه د سي ای ای په نامه اداره نه پیژنم او هیڅکله می له هغې نه پیسې نه دي ترلاسه کړي. او زه د امریکایانو سره مرسته کوم ځکه د یو افغان په توګه دا زما دنده ده.

XS
SM
MD
LG